نړۍ

په شمالي وزیرستان کښې د عسکرو په کاډي د سړک د غاړې بمی برید شوی دی

pak-forces-NW-AP-543نن ټکی آسیا: په شمالي وزیرستان تحصيل دته خېل کښې د پاکستاني عسکرود کاروان یو ګاډی د یکشنبې د ورځې په مازديګر د سړک د غاړې سره د ايښودل شوی بمي چاودنې ښکار شوی دی. چې له امله یې په ګاډي کښې سپاره څلور عسکر ژوبل شوي دي- په شمالي وزیرستان کښې وخت په وخت د نا پېژندل شوو وسله والو له خوا په پاکستاني عسکرو بمي بریدونه ترسره کېږي .

درې اونۍ وړاندې هم د شمالي وزیرستان د سر ښار ميرام شا سره نژدې د دته خېل په سړک د زکيم د روغتون مخې ته  د پاکستاني عسکرود کاروان په يوه لارۍ هم د سړک د غاړې بمي  برید ترسره شوی وو چې پکښې درې عسکر وژل شوي وو اوپينځلس ژوبل شوي وو چې وروستو دادې برید په ردعمل کښې عسکرو د زکيم روغتون په چاودېدونکيو موادو والوزولو  او په سيمه کښې تر څلورو ورځو پورې تاؤ تريخ والی موجود وو، چې وروستو د وزیرستان د امن کمېټۍ په هڅو باندې حالات معمول ته راوستل شول.

ګوهر وزیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x