شعـــــرونه

له مونږه بنیادمو خو به تنګه نه وې ځمکې؟/ پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

د ونو د ګلونو د رڼو اوبو ادکې
له مونږه بنیادمو خو به تنګه نه وې ځمکې

د ژوند غمي غمي در نه ذرې ذرې ذرې کړو
بمونه کړو را خوشي ستا پر سر له الوتکې

د مینې ډیوې مړې مو په تاخونو کې د زړونو
بلاوې زهرجنې مو پاللې دي د کرکې

په خپله شو دېوان یا غلامان شو د دېوانو
وحشت مو شوکولې له پریو نه څوڼکې

د ژوند د ښکلا څوکه مو پیرزو ورباندې نه ده
وباسو په لوی لاس له شهبازانو نه بڼکې

نبوغ د اینځر ګل دی د کشرانو د مشرانو
په نوم د سیاست یې لوبوي لکه نانځکې

انسانه څه خو کوچ د معنویت په کې پیدا کړه
تر څو پورې به شاربې د فریب تشې غړکې

د ځمکې د جمال او د جلال تماشه ګوره
ډیوې په کې روښانې کړه د مینې آسمانڅکې

کاروان خو ستا له ځرځو سترګو جوړه شاعري ده
چې څه به په کې وایې د غزل میرې ملکې

۲۲ حمل ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x