ادبي لیکني

وږې بچي «ادبي ټوټه»

محمد امین

نری شمال ولګېد ،مرغۍ ځوړند سر د ښکاري ټټر ته راپرېوته،ښکاري راپورته شو،چېغه یې کړه،دا څوک یې ،چې ګذار کوې،له خدایه ووېرېږه،له شنه سهاره تر اوسه مې یو ښکار نه شته،بچیان مې وږي دي!

د ویالې څنګ ته وېده بوډا راویښ شو،ښکاري ته یې وویل:بچیه!دا هماغه ستا ویشتلې مرغۍ ده چې د ونو په پاڼو کې بنده پاتې وه،اوس شمال راپه مخه کړه،دا ده په ګوګل کې یې سوری دی،وینه یې په څانګه کې پاتې ده،بچي یې په ډډ کې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x