دیني، سیرت او تاریخ

کرونا؛ ټوکې او استهزأ

احمد الله عاطفي
کرونا (کووید ۱۹) د الله مخلوق دی او هفه نازل کړی، د هغه په فرمان او ارادې عمل کوي.

له یوې خوا ټوله نړۍ ترې په ویره کې ده، ادارې بندې، سفرونه متوقف او ارتباطات په ختمیدو دي، خلک د خپلو خپلوانو د مړو له لیدو ویره لري.

مسجدونه مو وتړل شول، لمونځونه مو فردي شول، دوست او احبابو ته ورتګ ګران شو، ټول يه یو ډول نه یو ډول محصور یو.

هغه خلکو چې لاس يې چلیده او یوه مړۍ ډوډۍ يې خپلې کورنۍ ته راوړه نن د دغې وژونکې ناروغۍ(کرونا ویروس) له وحشته محصور او له ولږې هک حیران او پریشانه قرنطین دي.

د دومره سختو او ویرونکو حالاتو سر بېره د شیطان په لمسون مست بې حصه، بې درده او بې احساس ضمیرونه، د لږې شیبې لپاره د خلکو خندولو سره، کاذب او درواغجنه خوشحالي کوي خپله خاندې او نور هم خندوي!

د داسې بندګانو عاقبت چې په الهي عذاب، افت، ابتلاء او زحمت ټوکې او مسخرې جوړوي او د شیطان په لمسون د مصیبت ځپلو او کړیدلو بندګانو په زخمونو مالګې دوړوي ډیر بد دي.

قال الله تبارک وتعالی:فَلْيَضْحَكُوا قَلِيلًا وَلْيَبْكُوا كَثِيرًا جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ.(التوبه :۸۲)
ژباړه : نو لږ دې وخاندي او ډیر دې وژاړي؛ ځکه کومه بدي چې دوی کوي، د هغې جزا همداسې ده، چې دوی ته په همدې باندې ژړا په کار ده.

ابن ابي حاتم د حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه د دې مبارک آیت په تفسیر کې لیکي: دنیا څو ورځې ده چې څومره خاندئ وخاندئ، کله دنیا پای ومومي او الله ته حاضر شو نو ژړا به شروع شي چې پای به نه لري.

حسن بصري رحمه الله فرمايي: د دنیا خندا  که هر څومره زیاته وي بیا هم د اخرت په نسبت کمه ده معنی دا چې په دنیا کې به کمه خندا کوې(تمسخر او استهزا) په دوزخ کې به زیاته ژړا کوي.

داسې نادودې، توهین او مسخره چې اصلاً انسانیت پرې شرمیږي  له یوېخواد جنازو حساب لوړیږي، له بلې خو ا حالات دې ته رسیدلي چې د اشرف المخلوقات مړي وسوځول شي یا کندو کې پرته له نوم او نښانه ښځ کړل شي.

ایا په داسې بوګنونکو حالاتو  کې به د انسان په نوم داسي څوک وي چې په انسانیت زړه خوږی او له متاثره شویو سره غمرازي، تعزیت او تسلیت ونکړي؟

مګر سخت زړي، شقی القلب، هغه چې زړونه يې له شقاوته ډک او فکرونه يې د شیطان په اختیار کې ورکړي، په زړونو او فکر يې شیطان سلطه او غلبه موندلې، قبیح او ځورونکي اعمال ورته ښایسته کوي.

یو وايي ماشوم پیدا شو دا لار ښوونه يې وکړه او بیا مړ شو.

ترکتور مې اواز کوو چې انجن مې پرانست د بزې بچی پکې و او زما په غوږ کې وویل چې کرونا مخنیوی لپاره دا …ښه دي.

غوا مې بچی راوړ او وویل تور چای د کرونا دوا دی..

کونډه ځان سینګار کړ چې کرونا د پاخه عمر لرونکي نیسي…

په لسهاوو نور د ملنډو ټوکې او مسخري…

له دې پرته زما توصیه او سپارښتنه: د نورو په درد، تاوان او غم خوشحالي مکوئ، همدا حالت په تاسو هم راتلی شي، بلکه بدتر.

د بل په مرګ هلته خوشحالي کوه چې تاته مرګ نه راځي…

له دینه ستر عذاب او انسانیت سره دښمني به کومه وي چې  د خلکو په ویر او ژړا خندا او ټوکې جوړې شي، د الله سبحانه وتعالی سره د مقابلې لپاره د شیطان لاره غوره کړی شي.

پر ځای د دې چې توبه او استغفار وکړو د شیطان په لمسون توهین استهزأ او ملنډې وهو، د ساده او باوري خلکو اعتماد ته صدمه رسوو، صحت او سلامتیا ته يې زیان.

هر هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی له قهر او غضبه ویره نه لري، د شیطان په لمسون د هغه خوشحالۍ لپاره په مقدراتو هم ملنډې وهي، د شیطان لاروی دی.

قال الله تبارک وتعالی: فَلَوْ لا إِذْ جاءَهُمْ بَأْسُنا تَضَرَّعُوا وَ لكِنْ قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطانُ ما كانُوا يَعْمَلُون.(الانعام: ۴۳)
ژباړه: نو ولي يې هغه مهال زاري ونکړه چي زموږ عذاب ورته راغی، خو زړونه يې سخت شول او شیطان هغه څه ورته ښایسته کړل چي دوی به کول.

فَلَوْ لا إِذْ جاءَهُمْ بَأْسُنا تَضَرَّعُوا :نو ولي ئې هغه مهال زاري ونکړه چي زموږ عذاب ورته راغی،
توبه استغفار ، د ذې حقه حق آدأ کول، صله رحم او صدقات ټول په دې مبارک کلام کې داخل دي.

وَ لكِنْ قَسَتْ قُلُوبُهُمْ :خو زړونه ئې سخت شول ، نه ئې رجوع وکړه ،نه ئې د ذوی الحقوقو حق ادأ کړ او نه ئې توبه استغار وکړ.
وَ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطانُ ما كانُوا يَعْمَلُون:او شیطان هغه څه ورته ښایسته کړل چې دوی به کول، دا ټولې ناروا نا دودې، ده ته شیطان ښایسته کول او دی يې په لمسون همغه څه کول چې شیطان ورته ویل.

ډیره مهمه خبره دا چې په ځینو برخو کې ګناه موږ ته ګناه نه ښکاري چې دا ډیره بده پایله لري، لکه د الله سبحانه وتعالی له لوري نازله کړې ناروغۍ، ګرمي ، یخني ، باد باران او … ځکه د دې ټولو مالک او واکمن الله سبحانه وتعالی دی، د هغه په حکم او ارادې عمل کوي، دوی ته بد رد کنځل کول، الله سبحانه وتعالی ته نسبت کول دي.

سیدنا حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) په قدسي  حدیث کې له الله سبحانه وتعالی نه روایت کې فرمايي…

عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: قال الله عز وجل: يُؤذيني ابن آدم، يسبُّ الدهر وأنا الدهر، بيدي الأمر، أقلِّب الليل والنهار.( متفق عليه)

وفي رواية: لا تسبّوا الدّهر فإنّ الله هو الدّهر.

ژباړه:ابن آدم ما اذیتوي(ځوروي)، په زمانې بد وايي او زه دهر یم، زما په واک کې د شپې او ورځې اړول دي.

يُؤذيني ابن آدم: الله سبحانه وتعالی زموږ په شان نه دی چې د داسې ضرر رسول تصور ورته وشي څرنګه چې بندګان يې یو بل ته رسوي، دا جمله زموږ د پوهې په خاطر ویل شوې، حقیقت همدا دی چې زمانې ته بد ویل د هغه مالک او واکمن ته بد ویل دي، یعنې الله سبحانه وتعالی ته نسبت کول دي، ځکه زمانه له خپل ځانه نه شپه راوستی شي او نه ورځ بلکه د دې د اړولو را اړولو واکمن او حکم فرما الله سبحانه وتعالی دی، هغه مالک د زمانې او تدبیرونکی د عالم دی.

هغه بندګان چې د شیطان په لمسون په مقدراتو، اسلامي شعایرو او د الله په مخلوقاتو ټوکې او مسخرې کوي هغوی په دنیا او اخرت کې ملعون دي.

قال الله تبارک وتعالی: إِنَّ الَّذِينَ يُؤْذُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُهِينًا .(الأحزاب: ۵۷)
ژباړه:یقیناً هغه چې الله او د ده رسول «په خپلو غلطو خبرو سره» ځوروي، الله په دنیا او آخرت کې پر دوی لعنت کړی او سپکونکی عذاب يې ورته تیار کړی.

کله چې په سر مو راشي بیا پرته د دعا له ادابو د الله سبحانه وتعالی نه د رحم او د ستونزو د حل وړاندیزونه کوو.

اقولي قولي
یا الله ته مو له دنیاوي او سماوي افات او بلیاتو په خپل فضل او کرم محفوظ کړه.

آمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x