ادبي لیکني

پښتو ژبې سره د ساوي او ګوري ژبې اړیکې

څېړنوال عبدالقيوم مشواڼی

ګوري او پالوري(ساوي) په سيمه ييزه کچه مستقلې ژبې دي او د داردي ژبو په بېلو څانګو پورې اړه لري.

ګورباتي، ګواربتي، نرساتي، ګواري، کوهستاني، ګوري، او ناړوجي هغه نومونه دي چې د “ګوري لپاره کارېدلي دي او لا تر اوسه هم کارېږي. دا ژبه د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ د ناړۍ، دوکلام او بريکوټ په کليو او تر فرضي کرښې ور پورې غاړې د چترال ضلعې په ارنوۍ، د دير ضلعې د شو کوهستان په راجکوټ، تل، پاتراک، لاموتۍ او د سوات کوهستان په کالام کې ويل کېږي. د ګوريانو شمېر په افغانستان او پښتونخوا کې په اټکلي ډول تر يو لک کسانو زيات دی.

ساوجي، ساووجي، ساوي، پهالوري، پالوري، پالولا، پهالورا هغه نومونه دي چې د “پالوري pā lori ” لپاره کارېدلي دي. ساوي ژبه په علمي کړيو کې زياتره د پهالوري يا پالوري په نامه پېژندل کېږي. ساوي ژبه د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ په “ساو” او د چترال په اشرېت Ashret، لر بيوړي او بر بيوړي په لويو کلو او څو نورو چمګوټو لکه پورګل، ګوماډنډ، ګهاس، د دير کوهستان په کلکوټ او د سوات کوهستان د مدين په بټګرام کې ويل کېږي.

د غږيز نظام او وييپانګې له مخې ګوري او پالوري ژبې سره ډېر مشترکات لري. ګرامري جوړښتونه يې هم تر ډېره سره ورته دي، له داردي ګروپ ژبو پرته د افغانستان د نورو ژبو په پرتله له پښتو سره زیات ورته والی لري.

دغه راز په ټولنيز، فرهنګي، کلتوري او اقتصادي ډګر کې ګوريان او ساويان له پښتنو او د سيمې له نورو قومونو سره کوم ځانګړی توپير نه لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close