لیکنېنظــر

ملي ګټې وپېژنئ!

لیکنه: عبدالرحمن عباس
ماخذ: ښوونیز نصاب

ملي ګټې هغو ګټو ته ویل کیږي چې د هېواد د ټولو اوسېدونکو له ژوند، ګټو او ویاړ سره مستقیمې اړیکې لري. اړوند دولتونه یې د خپلو ولسونو په استازیتوب په ودې او ساتنې کې هلې ځلې کوي او د کور دننه او بهر یې د تحقق له پاره ټینګار کوي.

ملي ګټې له دین، معنوي ارزښتونو، ازادي، ځمکنۍ بشپړتیا، امنیت، اقتصادي پرمختګ، ملي ویاړ، تاریخ، کلتور او.. څخه عبارت دي او په لنډ ډول لاندې بیانیږي:

دین او معنوي ارزښتونه:
د ملي ګټو په لیکه کې یو هم دین او معنوي ارزښتونه دي، دیني او معنوي ارزښتونه د مسلمانانو د ژوندانه د ټولو اړخونو اساس او بنسټ شمېرل کیږي.
د ملي ګټو په لیکه کې د دغو ارزښتونو ساتل د دولت او هېوادوالو ګډ مسؤلیت دی. په لومړي ګام کې د یو مسلمان ملت په توګه زموږ د بریالیتوب او پیاوړتیا راز زموږ د دیني او معنوي ارزښتونو په ساتلو کې پروت دی: ځکه دین او معنویت یو داسې اساسي بنسټ دی، چې زموږ پلرونو او نیکونو د تاریخ په اوږدو کې د خپلو سرونو په بیه ساتلی او موږ ته یې د میراث په توګه پریښی دی. دیني ارزښتونو ته د درناوي له لارې یې پر ستونزو بری ترلاسه کړی او د نورو ولسونو ترمنځ یې د یوه ژوندي او تلپاتې ولس په توګه خپل دریځ ساتلی دی.

ځمکنۍ بشپړتیا:
ځمکنۍ بشپړتیا د ټاکلو او پېژندل شویو پولو په محدوده کې د یو ټوټې خاورې او سیمې درلودل دي. دا خاوره یا سیمه د هېواد په نامه پېژندل کیږي او د نړیوالو اصولو له مخې د هغه خاورې د اوسېدونکو شتمني بلل کیږي. بېلا بېل ولسونه، قومونه، قبیلې یو له بل سره په ورورولۍ او ملګرتیا کې ګډ ژوند تیروي او یو د بل لاسونه بلل کیږي.
له دې امله لازمه ده چې دا قومونه او ولسونه د هېواد پالنې په احساس لاسونه سره ورکړي او خپلې ټولې غوښتنې د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا تر سیوري لاندې ولټوي، د خپلې خاورې او هېواد د ساتلو او پرمختګ له پاره په ګډه کار وکړي او پرېنږدي چې دا ګټې له ګواښ سره مخ شي.

امنیت:
په یو هېواد کې د ملي ګټو بل اړخ امنیت تامین دی. له ډار او ګواښ پرته ژوند ته امنیت ویل کیږي. امنیت په جګړو، تاوتریخوالي، اخ و ډب او د یو بل پر وړاندې د زغم د نه موجودیت له امله ګډوډیږي. له امله یې د خلکو ژوند کاواکه او له ګواښ سره مخامخ کیږي. د ژوندانه ډيرو لومړنیو اړتیاوو د ترلاسه کولو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کیږي. د دې ترڅنګ ښایي د یو هېواد اوسیدونکي له ذهني پلوه هم د امنیت او خوندیتوب احساس وکړي او له داسې کوم ګواښ سره لاس و ګریوان نشي، چې د ژوند عادي بهیر یې ګډوډ کړي. دا د حکومت دنده ده، چې په بېلابیلو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ډګرونو کې د خلکو امنیت خوندي کړي، چې هېوادوال وکړای شي په سوله او امنیت کې ژوند وکړي او خپل هېواد ودان کړي.

اقتصادي سوکالي:
له شک پرته د اقتصادي او معیشتي سوکالۍ تامین د ټولو ملتونو اساسي او مهمه غوښتنه او د هغوی د ملي ګټو برخه ده. کمزوري، لوږه او بېکاري د ملي ګټو له رښتینولۍ سره زیات واټن لري. اقتصادي سوکالۍ ته د رسېدو یوه لاره د کورنیو طبیعي کانونو او شتمنیو را ایستل او د بهرنیو پانګو اچولو جذب دی.
الحمدلله زموږ هېواد د طبیعي شتمنیو او بشري استعدادونو له مخې بډای دی. دولت ته ښايي د ملت په ملګرتیا او مرسته له دغه خدايي پانګې څخه ګټه واخلي. خلک له بېوزلۍ او احتیاج څخه وژغورل شي، چې ځانونو ته یو سوکاله ژوند جوړ کړي.

پياوړتیا:
د دولتونو د پیاوړتیا ځواک د هغه هېواد په طبیعي موقعیت او د خلکو په هلو ځلو پورې تړلی دی. لکه د سیاسي جغرافیاوي موقعیت (جیوپولیتیک) له پلوه په یوه او مناسبه سیمه کې د یو هېواد واقع کېدل او یا د طبیعي زېرمو، لکه: نفت، ګاز او .. کانونو شتون او استخراج. خو اکتسابي ځواک او نفوذ د یو هېواد په علمي، اقتصادي، تخنیکي، پوځي، نفوسو او نورو په پرمختګ پورې تړلی دی. هغو هېوادونو ته غښتلي هېوادونه ویل کیږي، چې په اسانه ډول خپلې موخې لاس ته راوړي او په سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو کې نفوذ او لوی لاس ولري.

خپلواکي یا استقلال:
د خپلواکۍ درلودل د ملي ګټو مهمه برخه بلل کیږي. خپلواکي؛ یعنې په ټاکنو او پرېکړو کې خپله خوښه او لوی لاس درلودل. خپلواک هېواد هغه هېواد ته ویل کیږي چې د ژوندانه په لارو چارو او د حکومتي او سیاسي نظام په ټاکلو کې له بشپړې ازادۍ څخه برخمن او د چا تر لاس لاندې نه وي. هېڅوک نشي کولی د زور له لارې پر یو چا نظام وتپي. خپلواکي په حقیقت کې د نورو ټولو نومول شویو ګټو پایله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x