لیکنېنظــر

سولې ته صادقانه کار مو د اوربند تضمین کوي

حمزه حسیني

له بده مرغه افغانستان دا دی دوه لسیزې کیږی د جګړې په اور کې سوزي، هره ورځ لسګونه خلک د جګړو له امله ژوند له لاسه ورکوي او سلګونه خلک بیا د بدن له اعضاوو بې برخې کیږي، دا یو داسې ناسور زخم دی چې کلونه، کلونه به مو ګران هیوادوال وزوروي خو ټکور به نشي.

د همدې ناسور زخم د رغېدو په تکل د هیواد بااحساسه وګړو هڅه وکړه، تر څو یوه داسې حالت ته ورسیږي چې دې ناخوالو او دربدریو ته نور د پای ټکی کېږدي؛ خو افسوس چې ځینو بې احساسه وګړو د دې ناسور زخم درد حس نه کړ، راغلی فرصت یې په ډېره بې رحمۍ له لاسه ورکړ او په ګڼو خود غرضو نکتو یې د سولې روڼ څرک د تروږمۍ په سېلاب لاهو کړ، چې تر ډېره وخته به مظلوم هیوادوال د بیا راتلو په ارمان د خواږه ژوند پاڼې ژېړې کړي.

د اقتدار په واګو برلاسو وګړو، د خپلو شخصي مفادو د حفظ په خاطر د زرګونو هیوادوالو په سپېڅلو ارمانونو خاورې واړولې، که دوی رښتیا هم سولې ته ژمن وای نو د بندیانو د خلاصون په وړاندې به یې دومره انعطاف کړی و، چې دنیاوال ورته حیران شوي وای ځکه دواړه جانبه خبل افغانان ول خو متأسفانه داسې و نه شول، تاسې وګورئ! امریکا چې کله له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ وکړ؛ نو ډېر ژر د بندیانو د خلاصون هوکړې ته ورسېدل او په عاجله توګه یې عملي کړه، حالانکه یو جانب امریکا او بل جانب افغانان وو، په هر څه کې یې بلا توپیرونه وو؛ خو چې کله ورته موضوع د افغانانو شوه، نو مکارو کړیو په یوه او بله پلمه د بندیانو موضوع پېچیده کړه، له همدې امله د بین الافغاني مذاکراتو پیل وځنډېده او د اوربند امکان یې زیانمن کړ.

خو زه حیران دېته یم چې د سولې ولسي حرکت غړي هم غږ نلري، عام هیوادوال هم په دې موضوع کې سست پاتې دي، باصلاحیته وګړو هم ځانونه یوې خوا ته کړي؛ چې داسې کول نه و په کار، اوس هم لا وخت شته علماء کرام، سیاسي څېرې، د مکاتبو او پوهنتونونو استادان، محصلین او په مجموع کې ټول هیوادوال د سولې په راوستو کې تر حده زیات خدمت ته متوجه شي او په دې لاره کې دې د خنډونو په له منځه وړلو کې جدي ونډه واخلي.

بد امني له کرونا ویروس څخه ډېره زیانمنه ده، تاسې وګورئ! یوازې تېره ورځ ظالم دښمن په بدخشان کې ۶۰ بمونه کارولي ایا دا بشر ضد جنایت نه دی؟ ایا د بمونو استمال د هیواد په ابادولو کې رول لوبولای شي؟ ایا د همدې زهریله بمونو اثرات د ګڼو ناروغیو لامل نشي کېدلی.؟

هو!!! نور په مظلوم افغانستان کې یو بم خلاصول هم ستر بشر ضد جنایت دی، د بمونو استمال هیڅکله د هیواد په ګټه نه دی او همداراز یې اثرات تر ټولو منفي دي چې ددې منفي اثراتو قربانیان به یوازې مظلوم افغانان وي او بس، نو مونږ ته په کار ده چې تل پاتې سولې ته اولویت ورکړو او هیواد د سولې په زرین شال وپوښو.

نن مې په رسنیو کې د اوربند اړوند د افغان حکومت داسې یو خبر ولیده چې پکې راغلي و، ”د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره يمن کې د اوربند هرکلی کړی او د حرمینو له خادم، اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې افغانستان کې د اوربند او تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.“

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته دې وویل شي، چې په دې ډراماتیکو غوښتنو اوربند هیڅکله نشي راتلی، بلکې د اوربند د راوستو په خاطر دې د سولې قیودات عملي شي او ژر تر ژره دې طالب بندیان ازاد کړی شي، تر څو عملي اوربند ته زمینه برابره شي، که نه وي اوربند په سوال نه راوستل کیږي او نه هم امن راوستل د کچکول کار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x