نظــر

کرونا د عطف او اوښتون نقطه او ورپسې بدلونونه «لومړۍ برخه»

محمد عارف رسولي

سریزه
په دې مقاله کې به په تاریخ کې د اوښتون (عطف) په نقطو، د هغو په لاملونو او په دې بحث وکړو چې ایا د کرونا ویروس وبا (COVID 19) به په بشري تاریخ کې د عطف یوه نقطه شي او که نه. په هغو مسئلو، ننګونو، فرصتونو او احتمالي بدلونونو به خبرې وکړو چې د کرونا وبا په بهیر او تر کرونا وروسته نړۍ او زموږ هېواد کې به په قوي احتمال په یوه او بل شکل رامنځته شي چې اوس یې یوازې اټکل کولی شو. د مثال په توګه، د کرونا وبا به د نړۍ د هېوادونو په اقتصاد، سیاست، نړیوالو اړیکو او ستراتېژیکو لرلیدونو زیاته اغیزه وکړي.

دا مقاله دوه موخې لري:
لومړۍ، هیله ده زموږ ملت او چارواکي له کرونا ویروس وبا څخه رامنځته شوو ننګونو او فرصتونو ته ښه ځیر شي، د شته ننګونو په هکله عامه ویښتیا رامنځته او د عوامو ذهنیت او اړوندو حالاتو ته تیار او په علمي میتودونو مختلفې سناریوګانې وڅېړي، او اړونده پالیسۍ ورته د اړوندو کارپوهانو په مرسته جوړې او پلې کړي.

دوهم، هیله داده چې زموږ ځوان کهول د ټولنیزو او سیاسي بدلونو په اوږده بهیر، بنسټیزو لاملونو، اړونده بستر او د بدلون د عطف نقطو ته ځیر وي او ورته کار وکړي. دوی باید پوه شي چې یوازې د رژیم او څېرو بدلون نه شي کولی چې ټولنیز عدالت راولي او د واک او ځواک لرونکی عادلانه نظام رامنځته کړي.

په تاریخ کې د عطف او اوښتون وخت او نقطې
علامه ابن خلدون ته چې د ټولنیزو علومو، د تاریخ د علم او فلسفې پلار وايي، ځینې څېړونکي او د پوهنتونو استادان په دې باور دي چې ابن خلدون د اقتصاد د علم اصلي موسس هم دی او ادم سمېت یوازې د هغه نظریات خلکو ته په اروپا کې د ابن خلدون اقتصادی نظریات وروښودل. ابن خلدون د خپل وخت ستر سیاستوال و او په سیاسي او اقتصادي علومو کې یې هم ستر لاس درلود. هغه ښودلې چې په تاریخ کې د روښانه اوښتونکو پېښو (ټکو) (Turning Points) ظهور مجسم او درک کوي — خپله له هغو څخه د یوې شاهد دی. ابن خلدون وايي: « کله چې د شرایطو عمومي بدلون راشي … لکه څنګه چې ګواکي یو نوی او تکراري تخلیق شوی وي، لکه چې نړۍ له سره بیا رامنځته شوې وي.» د دې ستر بدلون عمده لامل په هغه وخت کې ابن خلدون تور مرګ (وبا) ښيي، چې په اروپا، مسلمانه ټولنه او نورو ځایونو کې یې ژوره اغیزه وکړه.

د اوښتون یو څو تاریخي مثالونه
د اوښتون نقطې له سترو پېښو او ټولنیزو بدلونو سره تړاو لري چې وکولی شي بشري ټولیز وجدان ته ټکان ورکړي او بدلون ته لاره پرانیزي. تاریخ موږ ته راښيي چې کله ظلم خپل اخري حد ته رسېدلی، خلک تر پوزې راغلي، نو یوې پېښې ته اړتیا وي چې بدلون راولي. اسلامي لارښوونې وايي چې کله ظلم زیات شي الله تعالی د وبا او یا په بل شکل عذاب راولي.

د اوښتون او عطف ښه مثال دادی چې کله په عربي نړۍ کې د استعمار له وخته پاته رژیمونو بېداد کاوه نو په تونس کې یوه ځوان چې د پولیسو او چارواکو له ځورونو تنګ راغی ځانته یې اور واچاوه، دې پېښې د تندر او برېښنا غوندې انګازې او ټولنیزې اغیزې درلودې، پرګنې راپورته شوې، رژیمونه بدل شول او د بدلون لاره یې اواره کړه. خو په عربي نړۍ کې د اغیزمن، تلپاتې، ژور او ګټور بدلون لپاره ټول ټولنیز، سیاسي او فرهنګي شرایط نه وو برابر، پاڅون وشو، وینې تویې شوې، چارواکي بدل شول، خو داسې هر اړخیزه ویښتیا او جمعي رهبري نه وه راټوکېدلي چې بدلون سم لوري ته بوځي، په منځني ختیځ او عربي نړۍ کې عادلانه، تلپاتې نظامونه جوړ کړي.

په افغانستان کې هم څو ځله داسې کودتاوې وشوې، رژیمونه او څېرې بدل شول خو ژور کیفي ټولنیز او رښتیني سیاسي بدلونونه نه دي راغلي. دا طبیعي خبره ده کله چې لوستي، کادرونه، د سیاست ټېکه داران په ټولنیز عدالت او ژورو بدلونو پوه نه وي، ارمان او لرلید یې ونه لري، ورته کار ونه کړي، یوازې فکر کوي چې قدرت ونیسي بیا به هرڅه سم وي، نو که رژيم او سیاسي لوبغاړي هم بدل کړي، هغه د کفن کښ خبره شي، چې خلک د زړو دوکه بازو او ناکاره چارواکو په ارمان شي.

بل مثال یې داده چې په اروپا کې د کلیسا پادري جنت په پیسو خرڅاوه، خرافات، بېعدالتي او ظلم خپل اخري برید ته رسیدلي وو، له بلې خوا په اروپا کې د ویښتیا ټولنیز بهیر هم پیل شوی و، د چاپ ماشین زیاتې خپرونې تر خلکو رسولې وې، نوو صنعتي تولیداتو، نوو فرصتونو او کاري اړیکو، اقتصاد او ټولنیز شعور ته نوی رنګ ورکړی و، نو ځکه پېښو ژور او تلپاتې بدلون ته لاره هواروله. موږ ګورو چې د فرانسې انقلاب او په انګلستان کې صنعتي انقلاب رامنځته شول. که څه هم دواړو زیاتې ګډوډۍ هم رامنځته کړې خو ټولنیزې اغیزې یې زیاتې اوږدمهالې وې. نو ویلی شو چې ظلم او استبداد کولی شي په خلکو کې د بدلون تنده رامنځته کړي خو تر څو یو ټولیز رهبریت، سیاسي شعور، روښانه تګلاره او موخې نه وي رامنځته شوي که خلک پاڅون هم وکړي ښې پایلې نه شي لرلی او کوم غوره نظام نه شي رامنځته کولی.

په دوهم نړیوال جنګ کې هم کله چې په اروپا کې په ملیونونو انسانان د ملخانو په څېر ووژل شول، بشري وجدان ته یې ټکان ورکړ او په تاریخ کې یې د عطف او بدلون وخت راواسته. همغه وو چې د جګړې قوانین، بشري حقونه، ملګري ملتونه سره له خپل منشوره او نور رامنځته شول، په کراره کراره د اساسي قوانینو په مرسته د ملتونو اداره پیل شوه، د بیان ازادي، یو بل منل او نور ارزښتونه رامنځته او رواج شول.

په دې وخت کې ځینې وړتیا لرونکي مشران د جنګونو او سیاست په ډګر کې رامنځته شوي وو خو دا چې څومره عادلانه نظام یې غوښت، څومره توان او پوهه یې لرله او څومره یې خپلو ملي ګټو ته کار کاوه، بیا بېله خبره ده او موږ دلته ورباندې بحث نه کوو.

بیا موږ په شلمه پېړۍ کې د ساړه جنګ په وخت ولیدل چې په نړۍ کې دوه ستر قوي نظامي او اقتصادي بلاکونه چې د سرمایه دارۍ غربي بلاک د امریکا په مشرۍ او د کمونیزم شرقي بلاک د شورویانو په مشرۍ رامنځته شول. دې دواړو بلاکونو په نړۍ کې د خپل تسلط خورولو لپاره هڅې وکړې، کودتاوې یې په لاره واچولې، د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو له لارې یې خلک په ځان راماتول خو اصلي موخه یې رښتینی بدلون نه بلکه په نړۍ ولکه ټینګول و. تاسو تر څه وخت وروسته ارومرو له رادیو اورېدل چې نن دلته او سبا هلته کودتا شوې چې تر ډېره د شورویانو په پلوۍ زیاتې وې.

د سترو لوبو په بهیر کې چې د تزاري روس له انګریز سره سیالي وه، د هند په لویه وچه د تسلط او ګرمو اوبو د رسېدو او مخنیوي او په نوره نړۍ د تسلط لوبه روانه وه. بیا وروسته دواړو قدرتونو وغوښتل چې افغانستان په سیمه کې نور هېوادونه په حایل سیمه قبول کړي او د سیاسي تحولاتو له لحاظه یې منجمد وساتي او اجازه ورنه کړي چې له نورو قدرتونو سره اړیکې ونیسي، ټولنیز او سیاسي شعور یې لوړ شي، د واک او ځواک لرونکی نظام جوړ او مثبت بدلون ته په کې لاره هواره شي.

خو کله چې شرایط بدل شول، د انګریز تسلط به نړۍ کم شو، نو روسانو په افغانستان کې د سترو لوبو لمړي تزاري خوب ته د رسېدو لپاره یوازې شعار او ستراتېژي بدل کړل او خپل تسلط یې زیات کړ. غربیانو هم افغانستان د روسانو د نفوذ ساحه قبوله کړه. بیا وروسته کله چې روسانو افغانستان اشغال کړ، د افغان ولس له خوا ورسره ډغرې پیل شوې، غربیانو ته موکه په لاس ورغله چې ورته مزاحمت وکړي او په پای کې بریالي شول چې د افغانانو د وینې او وطن د ورانېدو به بیه روسانو ته تلک کېږدي او د ویتنام د ماتو انتقام ورنه واخلي. د افغانستان جنګ، زیات سیاسي جنجالونه او جنګي لګښتونه، د نظام وروستوالی او تر ټولو مهم په نظام کې د بدلون او نوي والي د ابزارو نه شتون هغه مسلې وې چې شوروي اتحاد یې ړنګ کړ. په تاریخ کې امپراتورۍ راپورته کېدې، خپل لوړ طاقت ته رسېدې او له دې کبله چې د بدلون، ابزار لکه د ټولټاکنو له لارې نوي رژیمونه رامنځته کول نه وو نو له منځه تلل. په شوروي کې هم همغه زړې ګرګې وې چې لسیزې یې خپل بېځایه منترونه ویل خو بیا له کاره ولوېدل او پوچ وختل. نو د شوروي غوندې یو ستر نړیوال قدرت پاشل کېدل په تاریخ کې یوه بله د عطف او اوښتون نقطه شوه او د شوروي تر ړنګېدو وروسته ستر بدلونونه په نړۍ کې راغلل.

د شوروي اتحاد تر ړنګېدو او د کمونیزم تر ماتې وروسته نړۍ یوه قطبي شوه، د نوي نړیوال نظم تر شعار لاندې په نړۍ د تسلط فکر پیدا شو. په ملتونو کې داخلي، ملیتي او سمتي اختلافات رامنځته شول.

د کرونا ویروس نړیواله وبا او د اوښتون (نقطه)
پوهان فکر کوي چې تر کرونا وروسته به په نړۍ کې زیات بدلون راشي. دا ځکه چې موږ ګورو زیات کارونه په ټپه ولاړ دي، تولیدات یا په ټپه ولاړ دي او یا زیات کم شوي دي، خلک په کورونو کې بند پاته دي. موږ په ټولنیزو رسنیو کې وکتل چې یو ماشوم په قرنطین کې دی پلار یې له شیشې ورته وګوري، ماشوم یې ورته تمه کوي چې په غېږ کې یې واخلي خو د پلار یې طاقت ونه شي او ژړا یې واخلي، د اېټالیا صدراعظم په نړیوال ستېج په ژړا وايي چې دوی ناکام شول او اوس له اسمانه تمه لري چې ورسره مرسته وکړي، په مادرید کې د هرې عقیدې او مذهب خلک په عام چوک کې په سجده پراته وو، ژړل یې، د نړۍ زیاتو وتلو څېرو، مشرانو او چارواکو اعتراف وکړ چې دوی دوکه او مغرور شوي وو، دا هغه بې وسي په ډاګه کوي چې په نړۍ کې لمړۍ درجه روغتیايي سیستمونه ونه توانېدل چې مړینې زر کابو کړي او داسې نور چې په ټوله نړۍ کې یې ټولیز بشري وجدان ولړزاوه.

اوس يې ښه وړاندیز نه شي کېدی، خو ځینې په دې نظر دي چې انساني ټولنې به ځینو غیر انساني کړنو، ځان غوښتنو، خرافاتو، بې عدالتیو او زیات ټولنیز توپیر، زیات مصرفي کلتور او نورو ورته ښکارندو ته بد ووایي او د نیو لبرالیزم او پانګوالۍ نظام شکل به بدل شي او کېدی شي بیا په تاریخ کې د عطف یوه نقطه شي. البته دا بدلون به عامه بشري وجدان ته د ټکان ورکولو له لارې وي چې بیا به وتلي شنونکي، لیکوالان، فیلسوفان، نړیوال هومانست مشران او سیاستوال راوټوکوي ځکه دا به د بشري ټولنې غوښتنه وي، پاپولیست، فاشیست او ځان غوښتونکي مشران به بې قدره شي. خو دا یو اټکل دی او وخت به موږ ته حقیقتونه راڅرګند کړي.

د کرونا وایرس یوه بله مهمه اغیزه به دا وي چې د پخوا په خلاف چې د انسان، څارویو او چاپیریال روغتیايي پروګرامونه سره بیلېدل خو اوس به انساني طبابت، وترنري، او د چاپېریال ساتنه د یوه صحت (One Health) تر چتر لاندې په هر اړخیزه توګه مطالعه، پلان او پلې کېږي او د یوه ګډ او نه بېلېدونکي علم په نظر به ورته کتل کېږي. دا ځکه چې ګورو په اوسنیو څو لسیزو کې دا څو وایروسي ناروغۍ، لکه د:

‌ MERS, SAR, Ebola, Coronavirus (COVID19) او نور زیاتې یې داسې دي چې په غالب ګومان منبع او یا استوګن ځای یې حیوان او یا هغه چاپیریال وي چې د راز راز اهلي او غیر اهلي (وحشي) څارویو مارکېټ وي. لکه اوس د کرونا وایرس چې ګومان کېږي د چین د ووهان ښار د حیواناتو په یوه مارکېټ کې رامنځته شوی وي. د «یوه صحت» فکر بل لامل دادی چې زیات دا مرضونه زوناټیک یا د څارویو او انسانانو تر منځ شریک دی، له یوه بل ته انتقالېږي او په چاپېریال کې یې د ودې او پاته کېدو لپاره شرایط برارېږي. نو ځکه یې له یو بل څخه نه شو بېلولی.
نوربیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x