نظــر

کرونا مرګونې ده له ګوره کور ښه دی

شیرمحمد امیني «ستانکزی»

کرونا مرګونې ناروغۍ وژونکې ده، چې د هېواد په ګډون ټوله نړۍ کې خپره شوې او ورځ تر بلې په پراخیدو ده، په هېواد کې د یادې ناروغۍ په خپریدو تر دې مهال (۵۲۱) مثبتې پیښې ثبتې شويدي او (۱۵) کسه مړه شوي، چې د خلکو اندښنې هم ورسره زیاتې شوېدي.

ددغه ویروس خپریدل په هېواد کې اصلي سرچینه يې له ایران څخه وه، ایران له چین وروسته هغه هېواد دی، چې په کې د یادې ناروغۍ له کبله ډیری کسان پرې اخته شوې او له هغه وروسته امریکا، ایټالیا، هسپانیا او نورو هېوادونو ته ورسیدل، چې تر دې مهاله په امریکا او افریقايي هېوادونو کې ډیری کسان پرې اخته او مړه شويدي.

د کرونا ویروس له امله نړۍ په سخت حالت کې قرار لري او وګړي يې سخت له ګواښ سره مخ کړې دي. یاد ویروس ټول بشریت ګواښي، چې یو هېواد هم ورنه خوندي نه دی، تر دې مهاله د نړۍ پرمختللي هېوادونه نه دي توانیدلي، چې ددغه ویروس لپاره درمل یا واکسین جوړ کړي، خو د روغتیا نړیوال سازمان یوازینۍ درملنه او له خلکو نه يې غوښتنه داده، چې په خپلو کورونو کې پاتې شي، څو د یادې ناروغۍ څخه خوندي واوسي.

که څه هم په دې ورستیو وختونو کې د هېواد او د کابل په شمول ښارونه قرنطین او د خلکو پر وړاندې ګرځبندیز لګول شو ی، بیا هم د خلکو ګڼه ګوڼه د پخوا په څیر لیدل کیږي او خلک بې تفاوتي د یادې ناروغۍ په وړاندې ښکاره کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د هېواد د عامې روغتیا وزارت له خلکو نه هیله من دي، چې د کرونا ناروغۍ جدي ونیسي، ټوکې او ټکالې دې نه ګڼي، همدارنګه توصیه کوي، چې د یادې ناروغۍ څخه ځان ژغورل روغتیايي پیغامونه چې د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې خپریږي ورباندې سم عمل وکړي.

افغانان د سنتي او مذهبي کلتور په درلودو، نه غواړي، چې یاد کلتور لکه؛ په غېږه او لاس ورکولو روغبړ، د ښادیو او غمیزو ورځو په لمانځنه کې ګڼه ګوڼه جوړل او ورته حالات دي، چې د دوی په باور به له منځه لاړ شي، نه هیڅکله دغه اسلامي او افغاني کلتور له منځه نشي تللی، بلکې د یو څه وخت لپاره چې کرونا ویروس له منځه یوړل شي، بیا به د پخوا په څیر خپل کلتور پیاوړی او وده به ورکړو، ځکه دا ویروس خطرناک او وژونکی دی، چې ډیر په اسانۍ له یو انسانه بل ته انتقالیږي.

دروغتیايي کارپوهانو او د چین هېواد له تجربو نه دا ثابته شوې، چې باید ځانونه قرنطین کړو او د ګڼه ګوڼو ځایونو، ناستو او غونډو نه په جدي ډول پرهېز وکړو.

سمه ده، چې افغانستان یو غیور ملت دی او افغانان په اسلامي عقایدو ولاړ خلک دي، خو اسلام کې هم ویل شوي، چې هغه ځایونو نه پرهېز وکړئ، چې تاسو ته پکې زیان واقع کیږي. کرونا ویروس دا پولې نه پیژني، نه مسلمان پیژني او نه غیر مسلمان.

که موږ افغانان همداسې د بې ځایه سرتمبګۍ له کبله کرونا ویروس جدي ونه ګڼو، نو لرې به نه وي، چې په خپل لاس به مو ځان، کورنۍ او ټولنه د هلاکت کندې ته غورځولي وي.

د خدای په لحاظ په خپل عظیم ملت، خپل ځان، کورنۍ او نورو باندې زړونه وخوږوئ، له دغې خطرناکې ناروغۍ په وړاندې مبارزه، چې په کورونو کې ځان قرنطین کول او د روغتیايي پیغامونو باندې عمل کول د ټولو هېوادوالو ایماني او وجداني دنده او مسؤلیت دی، چې پر ځان يې تطبیق کړي.

که چیرته بې غوري ښکاره کوو، نو ژر به د هېواد په کچه یو لوی انساني ناورین به خدای مه کړه رامنځته شي، بیا به مو په وس هیڅ څه نه وي پوره چې ځان ورنه خوندي کړو.

نو راځئ، درنو هېوادوالو! د کرونا ویروس پر وړاندې جدي واوسو، د خلکو ژوند ته ګواښ پیښ نه کړو، ولس ته ددغه کرغیړن ویروس په اړه عامه پوهاوی وکړو او د خپل وس په توان له بېوزلو سره مرسته په دغه دردېدلي حالاتو کې وکړو.

حکومت، ملي او نړیوال سوداګر، شتمن او بډایه ولس باندې غږ کوو، چې د بېوزلو کورنیو سره خپلې مرستې ونه سپموي، همدارنګه سوداګر او هټیوال دې نه باید د توکو په پیرلو کې له حده زیات نرخونه لوړ کړي؛ بلکې په دې لویدلي حالاتو کې د بې چاره ولس لاسنیوی وکړي.

اړونده اداره دې لاس تر زنې نه کیني، چې د خلکو اقتصادي وضعیت له نېشت سره مخ شي؛ بلکې د نرخونو څارنه او د بهرنیو هېوادونو څخه د مرستو په راجلبولو کې هڅې وکړي، څو د هېوادوالو اړتیاوې پوره کړي.

سوداګر او هټیوال ترڅو کولای شي، د اسلامیت او انسانیت له مخې بېوزلو هېوادوالو باندې هر ډول توکي په ارزانه او ټیټو بیو وپیري او هېوادوال دې په جدي توګه د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه وکړي. ځکه کرونا مرګونې ناروغۍ ده، له ګوره؛ کور ښه دی او په خپلو کورونو کې پاتې شئ، څو له یادې ناروغۍ نه په امن کې شئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x