ټکنالوژي

پنځه طریقې چې د جعلي موبایل او چارجر معلومات ترې کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): مونږ بازار ته د موبایل اخیستلو له پاره ځو او کله ناکله ان د یو چارجر را نیولو په خاطر هم؛ ځکه پخوانی چارجر له څه وجې خراب شوی وي. هر اخیستونکی په لوړې بیې له دوکاندار نه چارجر واخلي؛ خو په دې پوه نشي، چې اخیستلی چارجر اصلي دی که جعلي؟

راځئ، چې له دې ډول تاوانونو خلاص شئ، ۵ طریقې زده کړئ، چې اصلي مواد، چارجر او موبایل پرې وپېژنئ.

۱: پیکنګ (بسته بندي)

د موبایل اخیستلو پر مهال پیکنګ (بسته بندي) او پر هغه د پرنټ شوي خط کوالټي، د الفاظو لوی والي، رنګ او خامي وګورئ، ځکه د اصلي موبایل یا چارجر په نسبت ډیر مختلف وي. په پیکنګ کې دا فکر هم له ځانه سره ولرئ، که کوور یې له ډیرې صفايي ځلېده؛ نو اصلي او که کوم پلاستي خړ کوور و؛ نو نقلي دی.

۲: یوزر مینول (د موبایل پاسپورټ)

یوزر مینول یا د موبایل پاسپورټ لازمي وګورئ. وګورئ، چې یوزر مینول په کومه ژبه کې دی. که چیرې چارجر یا موبایل ستاسو د خپل هېواد تولید وي؛ نو باید چې ژبه یې هم ستاسو وي؛ خو که داسې نه وي؛ تولید نقلي یا جعلي دی.

۳: د ساخت مواد

هغه مواد وګورئ، چې موبایل ترې جوړ شوی دی. که چیرې یاد مواد د ښې کوالټي وي؛ نو موبایل او چارجر سم دی. دا لاره په قېمت بیه موبایلونو کې ښه عملي کېدلی شي.

۴: د کمپنۍ لوګو (نښان)

د کمپنۍ او یا هغه شرکت چې دغه موبایل یې جوړ کړی. لوګو (نمایشي نښان) یې وګورئ. په هر موبایل او چارجر د کمپنۍ او شرکت خپل نښان وي، چې جعلي او اصلي یې له لیرې معلومیږي؛ ځکه څوک هم د بلې کمپنۍ لوګو نشي پټولی.

۵: د چارجر دوشاخه (پښې) او څوکه

د چارجر څوکه یا (پن) او دوشاخه (پښې) معلومې کړئ، چې څومره زور لري. پن یې لنډ که اوږد دی. که پن لنډ وي؛ نو اصلي او که اوږد وي؛ نو نقلي دی. د دې ترڅنګ یې په دوشاخې کې هم یوه نښه وي، چې په نقلي چارجرو کې نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x