ورزش

اینډریوسټراس: د محمد یوسف کلک ایمان مې لوبیز ژوند وژغوره

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): د انګلستانۍ کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اینډریوسټراس وایي: د پاکستاني کرکټر محمد یوسف کلک ایمان یې لوبیز ژوند ژغورلی دی.

نوموړي تازه په یوه مرکه کې ویلي، چې: یو مهال یې په مسلسله توګه لوبو کې ښه کارګردګي نشوای کولی، چې له امله یې ده سره له ټيمه د ویستلو سوچ پیدا کړ؛ مګر په دې وخت کې یې د محمد یوسف فلسفې فکر بدل کړ.

د هغه پر وینا: محمد یوسف به ویل: هر څه چې کیږي، د الله تعالی خوښه ده او زمونږ په لاسونو کې هیڅ هم نشته.

ده ویلې: لوبې مې ډیرې خرابې ترسره کولې، له لوبډلې د وتلو فکر ځورولم او ډارېدم چې یوه اوږده موده به له کرکټ نه لرې پاتې شم؛ خو له ځان سره مې جنګ پیل کړ، چې یو کال یې دوام وکړ او بالاخره مې کامیابي ترلاسه کړه.

نوموړی زیاتوي: « ما فکر وکړ، چې که دا لوبه زما وروستۍ لوبه وي؛ نو ولې زه وډار شم. باید لوبه د لومړۍ لوبې (ډيبیو) په څير له خنداو او مزو سره یوځای تېره کړم.

۴۲ کلن اینډریوسټراس وايي: له لوبډلې زما د وتلو فیصله شوې وه او یو وروستی چانس د نیوزلینډ پر خلاف راکړل شو؛ خو زما په فکر کې چې د محمد یوسف خبرې وګرځېدې؛ نو لوبې ته مې زړه ولګېده او هماغه و، چې د نیوزلینډ پر خلاف مې د ټیست لوبې په یو اننګز کې ۱۷۷ منډې وکړې.

باید وویل، چې محمد یوسف پاکستانۍ لوبډلې ته د کرسچین/عیسايي په صفت راغلی و، چې وروسته یې اسلام قبول کړ. له اسلام راوړلو وړاندې یې ایوریج ۴۰ او تر مسلمانېدلو بعد ۷۰ و.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x