روغتیا

څېړنه: د کرونا وېروس دری ډولونه خلک ناروغه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): په یوې نوې څېړنې کې ښودل شوې چې د کرونا وېروس دری ډولونه خلک ناروغه کوي، چې لا له وړاندې یاد درې ډولونه په زیاته اندازه انسانانو کې خپاره شوي.

د جرمني او انګلستان ساینسدانانو او طبي څيړنکو په دې تحقیق کې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر له ۲۴ نه د روان کال د مارچ تر ۴ مې د کرونا وېروس ټول ۱۶۰ جنونه لیدل شوي، چې بېلګې یې له انساني ناروغانو تیارې شوې دي.

څېړونکو بالاخره موندلې چې د وېروس دری ډولونه یو تر بله ورته دي.

د دوی په اند د چین په وهان ښار او ختیځه اسیا کې خپور شوی وېروس هم د کرونا اصلي ډول نه دی؛ بلکې دوهم ډول (ټایپ ټو) دی، چې د کرونا له اصلي او لومړني وېروس څخه پیدا شوی دی.

د څېړونکو په اند د کرونا لومړنی ډول له اسمان څکالي (شوپرک) او پینګولین څخه تر انسانانو رسېدلی؛ خو عجیبه دا ده، چې دغه وېروس په چین او ګاونډ کې نه پیدا کیږي؛ بلکې اسټرالیا او امریکا یې رانیولې ده.

د دې ترڅنګ د کرونا پر دریم ډول هم خبرې کیږي، چې له دویم ډول لاس ته راغلی او د سینګاپور له لارې په اروپا کې خپور شوی دی.

د څېړنکو په قول د کرونا په وېروس کې مسلسل بدلونونه راځي او اصلیت یې بدلیږي، چې له امله یې د خلکو دفاعي سیستم کمزوری کیږي.

د کیمبرج یونیورسټۍ ډاکټر پیر فورسټر چې د څیړنکو ډلې مشر و؛ وايي: د کرونا د نسب په شجره کې په سرعت سره بدلونونه لیدل شوي، چې له امله یې مونږ د جین د انتقال تکتیک او جنټېک له لارې یاد وېروس مطالعه کوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x