
ناکامي: د ژوندانه له ناکامیو څخه مه مایوسه کېږئ!
د قیام الدین خادم له نوي ژوندن څخه!
د ژوندانه له ناکامیو څخه مه مایوسه کېږئ!
هغه ژوند کامیاب ژوند نه دی چې یوازې کامراني لري.
هغه خوشحالي سړی نه خوشحالوي چې د درد او خوږو په قېمت نه وي اخیستل شوې.
د ورځې رڼا د شپې له تیارې څخه ده.
د لیدو خوند د بېلتانه په غم کې او د ژوند فتحه د جنګ په شکستونو کې ده. هغه چې له خدای ج نه ابدي راحت غواړي هغه د یو داسې جنت ارزو لري،، چې هلته د لیدو له پاره سترګو پرانیستلو، د خوړو له پاره خولې بېرته کولو او د اورېدلو له پراه غوږ اېښودلو ته حاجت نه وي.
تر څو چې ژوند دی؛ نو په دې کې برکت له حرکت څخه دی او کامل سکون عین مرګ دی. هغه چې وايي: په دې دنیا کې بدي ولې شته کمې ولي او بندشونه ولې؟ نو دی په حقیقت کې د نیکۍ، پرېمانۍ او ازادۍ قدر نه پېژني او د دې مرغلرو پوره قېمت ادا کول نه غواړي.
هر څومره چې یوه خوشحالي شانداره وي، هماغومره هغه لارې هم سختې وي، چې د هغې د حصول له پاره لنډیږي!
د ژوند ناکامۍ په حقیقت کې داسې کسان غواړي چې د کامیابۍ وړ وي!