نړۍ

نړیوال: کرونا به پراخه بې وزلي او بېکاري رامنځته کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): نړیوال بنسټونه خبر ورکوي، چې کرونا به نړۍ له ډیرې بېکارۍ او پراخې بې وزلۍ سره مخ کړي.

دوی وايي: دغه وېروس به د نړۍ یو شمېر پر پښو ولاړ اقتصادي هېوادونه را وغورځوي او د نړیوالو بازارونو ترڅنګ به سوداګرۍ، صنعت او د عامو وګړیو ژوند ته هم سخته ضربه ورکړي.

د اکسفام په نوم خیریه ادارې د اسټرالیا د ملي پوهنتون او لندن کنګز کالج د شمېرو پر اساس ویلي، چې: په تېرو ۳۰ کلونو کې د لومړي ځل له پاره نړیواله بې وزلي بې کچې زیاتوالی مومي.

یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې د ولسونو لوږه او غربت به له روغتیايي بحران نه بد نتایج ولري.

د سرشمېرنو له مخې د کرونا وېروس له امله مخ پر ځوړ اقتصادي حالت ښايي د شاوخوا نیم میلیارد خلکو لپاره د سختې بې وزلۍ لامل شي.

بل لور ته د پیسو نړیوال صندوقو وایي: د کرونا وېروس د زیات خپراوي له امله به داسې اقتصادي کړکېچ رامنځته شي، چې ساری به یې په ۹۰ کلونو کې نه وي لیدل شوی.

د یاد سازمان مشره کریستالینا جورجیوا رسنیو ته ولي، چې د روان ۲۰۲۰ کال اقتصادي بحران به په تېره یوه پېړۍ کې نه وي لیدل شوی.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي، چې راتلونکې اوونۍ به د نړیوال بانک او جي ۲۰ هېوادونو مشرانو غونډه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x