
مخابراتو وزارت د انټرنیټي خدماتو د بیې کمولو ژمنه نه ده پورې کړې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت مسؤلینو خبر ورکړی و، چې د حمل میاشتې په ۱۸ نېټه به د انټرنېټ بیې له ۳۵ ــ ۵۰ سلنې پورې کمې کړي؛ خو خپله ژمنه یې نه ده پوره کړې.
یاد وزارت چې څو ځله وړاندې یې هم له خصوصي او دولتي مخابراتي شرکتونو سره په همغږي ورته خبرونه خپاره کړي، ولس یې تود هرکلی کړی؛ خو وروسته چې وزارت او مخابراتي شرکتونو وعده ماته کړې؛ نو انټرنېټ کارونکو پرې سختې نیوکې کړې دي.
افغانستان چې اوس مهال پکې یو دولتي (افغان بېسم) او ۴ خصوصي (اتصالات، ایم ټي ان، روشن او سلام) مخابراتي شرکتونه فعالیت لري د ټولنیزو شبکو کارونکي یې له خدمتونو خورا ناراض دي.
که څه هم د افغانستان په زیاترو ځایونو کې د انټرنېټ خدمات تر ۴ جي هم نه دي رسیدلي؛ خو بیا هم د یو (جي بي) انټرنېټ ترلاسه کول له ۱۵۰ تر ۲۵۰ افغانیو ته اړتیا لري.
د مخابراتو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د مخابراتي چارو کارپوهان بیا وايي: حکومتي او خصوصي شرکتونه پراخ فساد کوي او خلکو ته خدمات نه پراخوي.
دوی وايي: شرکتونو ته یو (جي بي) انټرنېټ (۹ ــ ۳۰) افغانیو ترمنځ پیدا کیږي؛ خو کله چې انټرنیټي کڅوړې ولس ته وړاندې کیږي؛ بیه یې له اسمان سره خبرې کوي.