افغانستان

سپېدار: ارګ د ثبات او همپالنې ډلې د غړو تر منځ اختلاف اچوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): د عبدالله عبدالله یو تن ویاند وايي، په دې وروستیو کې اشرف غني ته نږدې کسانو هڅه کړې، د عبدالله عبدالله د پلویانو  تر منځ پاشل کېدو ته لاره هواره کړي.

امید میثم که څه هم د هغو کسانو نومونه نه دي یاد کړي، چې دده په خبره د عبدالله عبدالله د پلویانو تر منځ درز اچوي، خو طلوع نیوز ته يې ویلي، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټولشموله حکومت به ډېر ژر په کار پیل وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې وروستیو څو اوونیو کې د ثبات او همپالنې ډلې او د ټولشموله حکومت د غړو تر منځ د نفاق خورولو هڅو زور اخستی، خو دا هڅې تل بې پایلې وې.

بل لور ته د اشرف غني مرستیال ویاند «دوا خان مینه پال» بیا دا ډول تورونه ردوي او ادعا کوي، چې مذاکرات روان دي او دوی یې مثبتې پایلې ته د رسېدو په تمه دي.

د عبدالله او اشرف غني په سیاسي اختلافاتو میاشتې تېرېږي، خو لا تر دې دمه د دواړو تر منځ د منځګړو د جوړجاړي هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.

تېره ورځ د عبدالله عبدالله یوه بل ویاند «فریدون خوځون» هم ادعا کړې وه، چې ګواکي اشرف غني انعطاف نه ښيي، نو ځکه د منځګړو هڅې بې پایلې پای ته ورسېدې.

د عبدالله ډلې ددې تر څنګ ګواښ کړی وو، چې په نږدې وخت کې به د کابینې ګمارنې اعلان کړې او ټولشموله حکومت به کار پیل کړي.

د عبدالله او اشرف غني تر منځ اختلافات داسې مهال دوام لري، چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې جګړه، بمباري او ملکي تلفات لا هم په لوړه کچه دي او بین الافغاني مذاکرات له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

بل لور ته نړیواله ټولنه او په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالات ظاهرا د غني او عبدالله سیاسي ناندریو ته اندېښمن دي او په بیا، بیا د مرستو ګرځولو ګواښونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x