افغانستان

غني د کابینې ګمارنې تر نامعلومې مودې وځنډولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): د اشرف غني له لوري د ګمارنو د درېدو د پنځه ورځني مهلت له پای ته رسېدو سره هم مهاله ولسمشرۍ ماڼۍ یو ځل بیا د ګمارنو د درېدو مهلت تر نامعلومې مودې وځنډاوه.

په ستراتيژيکو او عامه اړیکو کې د اشرف غني سلاکار «وحید عمر» په همدې تړاو ازادي رادیو ته ویلي، چې له عبدالله سره د سیاسي اختلافاتو د حل په موخه اشرف غني د کابینې ګمارنې تر نامعلومې مودې وځنډولې.

عمر زیاته کړې « خبري دوام لري کيدای شي یو څه نور وخت هم ونیسي، ځکه هغه پنځه ورځې چې له دې وړاندې ټاکل شوې د اوس لپاره دا وخت غځېدلی دی هر کله چې خبرو یوه پایله پیدا کړه طبیعي ده چې اعلان به شي.»

څو ورځې وړاندې عبد رب رسول سیاف، حامد کرزي، یونس قانوني او کریم خلیلي د یوې اعلامیې له لارې له اشرف غني وغوښتل څو نوې ګمارنې ودروې او له عبدالله یې هیله وکړه، چې د سیاسي بحران د حل لپاره ټاکل شوی وخت دې وغځوي.

اشرف غني هماغه مهال د پنځه ورځو لپاره د کابینې نوې ګمارنې ودرولې او اوس یې د نامعلومې مودې لپاره دا وخت تمدید کړی.

سره له دې، چې اشرف غني د کابینې د ګمارنو د درولو خبر ورکوي، خو د عبدالله ډله بیا د سیاسي بحران د حل له هڅو ناهیلې ښکارې او غني تورنوي، چې د ثبات او همپالنې ډلې د غړو تر منځ نفاق شیندي.

د عبدالله ډلې که څه هم د اشرف غني دې نوي اقدام ته تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د جوړجاړي هڅې بې پایلې بللې وي او په نږدې راتلونکې کې یې د ټولشموله حکومت د کار پیلولو خبر ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx