افغانستان

د کابل د قرنطین موده یوه اوونۍ نوره وغځول شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل):دوې اوونۍ وړاندې حکومت پرېکړه کړې وه، چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه به کابل د دریو اوونیو لپاره قرنطین کوي، خو اوس له نوې پرېکړې سره سم دا موده څلورو اوونیو ته غځول کېږي.

د کابل والي «محمد یعقوب حیدري» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي «موږ پرېکړه کړې او له ختیځو ولایتونو سره مو شریکه کړې هم ده، چې د کابل د قرنطین موده به د روانې اوونۍ په ګډون دوې اوونۍ نوره هم وغځول شي.»

د والي په خبره، د کورونا ویروس د پېښو له زیاتېدو او کموالي سره جوخت به د قرنطین حالت هم بدلون کوي.

د کابل د قرنطین موده داسې مهال غځول کېږي، چې په هیواد کې د کورونا مثبتې پېښې په پرلپسې ډول لوړېږي او د ناروغانو په شمېر کې ورځ تر بلې لوړوالی راځي.

تر دې دمه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې ۵۵۵ مثبتې پېښې ثبت شوې او ورسره جوخت د ګڼو ښارونو لويې لارې او  غیر اړینې هټۍ تړل شوې او په ګڼو ځایونو کې په ګرځېدلو بندیز لګول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

هر څه له کنترول څخه وتی دی. خوسی یو قهر او غضب د الله دی چی نازل شوی دی. ډیری خلک حتی پر کرونا وبا باندی باور نلری او ځینی نور خو وایی چی دا د الله له طرف کافرانو ته راغلی غضب دی نه مسلمانانو ته. الله د خیر کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x