
طالبانو د حکومت له لوري د وردګو لپاره د خپل والي د وژل کېدو اوازې رد کړې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل):د کابل حکومت د دفاع وزارت له لوري د میدان وردګو ولایت لپاره د طالبانو د والي د وژل کېدو ادعاوې د طالب ویاند له لوري رد شوې.
دفاع وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې وه، چې د میدان وردګو ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي «حمزه» چې په «ولي جان» يې شهرت درلود، د همدې ولایت د سید اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوایي برید په پایله کې له پنځو نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی.
د طالبانو ویاند د دفاع وزارت همدې څرګندونو ته په غبرګون کې پر خپل ټویټر لیکلي «د مزدور دښمن لخوا د میدان وردګو لپاره د اسلامي امارت د والي د شهات آوازه هم حقیقت نه لري. ما له شخص والي صاحب سره تماس ونیو، جوړ او روغ وو.»
#غبرګون:
د مزدور دښمن لخوا د میدان وردګو لپاره د اسلامي امارت د والي د شهات آوازه هم حقیقت نه لري.
ما له شخص والي صاحب سره تماس ونیو، جوړ او روغ وو.#واکنش:
آوازه شهادت والی صاحب امارت اسلامی برای میدان وردک نیز بدور از حقیقت است.
من با شخص والی صاحب تماس گرفت جور و با صحت بود. pic.twitter.com/bELCMU2gR6— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) April 11, 2020
یاده دې وي، چې لا څرګنده نه ده، حکومت د هوایي برید په مهال د حمزه په نامه څوک هدف ګرځولی.
دوه غریب ملکی کسان
یو پلار او بل زوی
حکومت دی خدای تباه کری
دمسلمان اوکافر دعقیدی اوفکرتفاوت مسلمان دادنیا موقتی اویوامتحان بولی دآخرت اوابدی ګټی په امید خپل ژوند تیروی چه وس یی کیږی خپل ځان اومال کی استعمالوی – کافرپرآخرت یقین نه لری چه وس یی کیږی ددی دنیا ګټه کوی،قرآنکری مسلمانانوته څه هدایت اوزیرۍ ورکوی: تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا ۚ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ (سوره القیصص ۸۳) معنی:داکوردآخرت موږ مقرروودهغوخلکودپاره چه نه غواړی لویی په مځکه کی اونه فساد کوی اوښه انجام دپرهیزګارانودۍ. نوکفاردبل مملکت خلک بیعلمه کوی کوښښ یی داوی چه ستادملک هغه کفاردملک پرحکومت مقرر کی چه ددوی دپاره کارکوی لکه اشرفغنی اوکرزۍ… نور لوستل »