افغانستان

اروپايي اتحادیه له افغانستان سره ۱۱۷ میلیونه یورو مرسته کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل):د کورونا ویروس د مخنیوي او د افغانستان د روغتیایي سیسټم د غښتلتیا په موخه اروپايي اتحادیې له افغانستان سره د ۱۱۷ میلیونه یورو مرستې  اعلان کړی.

د اروپایي اتحاديې له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کورونا ویروس سیمې او پولې نه پېژني او د ګڼو نورو هیوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم خپور شوی او ښايي لمن یې ډيره پراخه شي، نو ځکه اروپايي اتحادیه له افغانستان سره د ۱۱۷ میلیونه یورو مرسته اعلانوي.

خبرپاڼه کې وړاندې یاده شوې، چې له یادې مرستې څخه یوه برخه به یې د کورونا د مخنیوي او ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د اړینو روغتیايي توکو په برابرولو مصرف شي او له منځه به یې پنځوس میلیونه یورو د روغتیایي سیسټم په غښتلتیا ولګول شي.

د اروپايي اتحادیې له قوله، له یادې شوې مرستې به له ایران او پاکستان څخه راستنو شویو کډوالو او په افغانستان کې دننه بې ځایه شویو سره کومک وشي او د بشري منابعو او موادو په برابرولو کې به رول ولري.

اروپايي اتحادیه داسې مهال د ۱۱۷ میلیونه یورو مرسته کوي، چې په هیواد کې د کورونا ویروس لمن ورځ تر بلې پراخېږي او د مثبتو پېښو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

تر دې دمه په هیواد کې ۵۵۵ مثبتې پېښې ثبت شوي، ۱۸ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲ نور بیا بیرته رغېدلي.

تر اروپايي اتحاديې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ۱۵ میلیونه ډالر مرسته کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x