روغتیا

ټول هغه معلومات چې د کرونا وایروس په اړه باید پرې پوه شئ

ترتيب کوونکی: ډاکټر رضوان الله وقار
د ننګرهار طب پوهنځي د پنځم کال محصل

کرونا وايروسونه (پوهنيز نوم يې: coronaviruses)) په ۱۹۶۵کې وپېژندل شول او په اړه يې شاوخوا يوه نيمه لسيزه پر له پسې څېړنې وشوې. په پايله کې په ډاګه شوه چې په دې ستره کورنۍ کې د والګي له وايروسه نيولې تر سارسه سينډرومه پوري ټول وايروسونه شته دي. د کروناوايروس اصلي سرچينې څاروي دي، خو پينځه ډوله يې د انسان تنفسي سيسټم پورتنۍ او کښتنۍ برخه خپله موخه ګرځوي.

کروناوايروسونه په پزه، ساينوسونو او په برني ستوني کې د عفونت لامل ګرځي. د کروناوايرسونو په جوړښت کې يو معمولي RNA جينوم شته او هغه کسان چي په يوه وخت کې په بله ناروغۍ اخته وي، يا هغه ماشومان چي د زړه له رنځه کړېږي، د کرونا پر وايروس باندي ژر اخته کېږي د کورناوايروس د بل هر موسم په پرتله په ژمي او پسرلي کي ډېر خپور وي. دا ناروغۍ په لومړي ځل په ۲۰۰۲ ميلادی کال کي رامنځ ته شوه چي شاوخوا ۸۰۰ مړينه يي درلوده. دکروناوايروس د ۲۰۱۹ ډيسبمر په وروستيو کې د چين په ووهان ښار کې ښکاره شو چي تر دې دمه پرې تر يو ميليون زيات کسان اخته شوي او مرګ ژوبله يې تر اويا زره څخه اوښتې ده او تمه کيږی چې د ناروغۍ له امله لا نور زيات انسانان ووژل شی. دغه ناروغي د چين سربېره په ټايلېنډ، ټايوان، کورياګانو، امريکا او اسټراليا او افغانستان پشمول ۱۹۲ هيوادونو کي هم ليدل شوې ده.

د ناروغۍ لامل يا ايټولوژي
د ناروغۍ لامل د آبربو وايروسونو له ډلې څخه دی. کورنۍ يې کروناوريدې (Coronaviridae) او جنس يې کروناوايروس (coronavirus) دی. نوی وايروس ته ۲۰۱۹ کال (کرونا) نوم غوره شوی دی. وايروس يې ځکه کرونا (تاج) نومولی چي د غشا پر بهرني اړخ يې تاج ته ورته جوړښتونه دي.

د وايروس سرچينه
تر دې دمه د وايروس سرچينه معلومه نه ده، خو څېړونکي وايي چي دا ويروس ښايي د ژونديو څارويو په بدن کې د ميوټېشن په ترڅ کي زيږديدلی وی. څېړونکي په دې ګومان دي چي ګواکي اوښ او بېزو به د ياد وايروس اصلي کوربانه وي او داسې ګومان کېږي چي د منځني ختيځ تنفسي سينډروم (MERS) لامل يې له اوښانو څخه انسانانو ته لېږدېدلی دي.

د کرونا وايروس لېږد او خپرېدنه
دا ناروغي په مستقيم ډول د تنفسي قطراتو له لاری لکه ټوخي او پرنجي په مټ ترسره کېږي. څېړونکو جوته کړې چې ۲۲ سلنه پېښي له غوښې سره د نېغې اړيکې له امله رامنځته شوې دي او ۳۲ سلنه خلک هغه مهال ناروغه شوي چې له هغو کسانو سره يې اړيکه کړې چې هغوی تبه او تنفسي ستونزې لرې. ښه خبره دا ده چي د ناروغۍ لېږد په پرانيستو ځايونو کې ډېر کم دی او له انسان څخه يې انسان ته لېږد هله شونتيا مومي چې روغ خلک د ډېر مهال لپاره په سرتړلي ځای کې له ناروغو کسانو سره واوسي. د ګڼې ګوڼې ځايونه لکه روغتونونه، پوځي هستوګنځي ښوونځې ، مسجدونه او ليليې يې ښې بېلګي کېدای شي.

د ويروس مقاومت
دا چې ويروس يو پوښ لري نو د بدن څخه تر خارجيدو وروسته په محيطي شرايطو کې ډير وخت نه پاتې کيږی او د انتي سپتيکو پواسطه په اسانه له منځه ځي. د لومړينو نتايجو څخه معلوميږی چې د ويروس د کوټې په حرارت کې ۱-۲ ورځې ژوند کولاي شي. په ۵۶ درجې حرارت د سانتی ګريد کې ۱۵ دقيقو کې د ويروسونو په زيات مقدار له منځه ځي. د کوټي په حرارت کې د غايطه موادو او ادرار سره خارج شوي ويروسونه تر دوه ورځو پوری ژوندي پاتې کيدای شی.

د بدن دفاعي غبرګون Immunity
د دې انتان په مقابل کې انتی بادي جوړيږی مګر دا انتی باډی ګانې دوباره انتان څخه مخنيوی نشی کولای. هغه کسان چې نوری مزمنې ناروغۍ لری لکه شکر، لوړ فشار، قلبي وعايوي او نوري د مړينی کچه پکې ډيره ده.

د کرونا ناروغۍ نښي نښانې:
تبه، ټوخی، سالنډي،ستړتيا، د ستوني درد، سردرد، له پوزي څخه د اوبلنو توکو بهېدنه او نورې تنفسي ستونزې د دې ناروغۍ اصلي نښي دي. دا هم شونې ده چې څو ورځې وروسته دې په ناورغۍ اخته کسان بې دليله ټوخی ولري. که ناروغي حاده وي، نس ناستی، د تنفسي سيستم عدم کفايه، د پښتورګو عدم کفايه او د وينې د پړن کېدو ستونزې رامنځته کېږي چې په دې حالت کي ناروغ وينچڼ (Hemodialysis) ته اړتيا لري. هغه کسان لکه ماشومان او زاړه خلک چي معافيتي سيستم يې کمزوری وي، ښايي سينه بغل او برونشېټ ته ورته له سختو تنفسي ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.

د کرونا ناروغۍ تقسيم بندی د شدت له نظره:
کله چې په کرونا ناروغۍ باندی څوک اخته کيږي نو د شدت له نظره په څلورو ډولونو ويشل کيږي، اعراض او علايم او د ناروغي اندازه يي يو د بل سره توپير لري.

موږ بايد داسي فکر ونکړو چې د کرونا هر ناروغ به يو ډول کلينيک لري او ټوله به د يو مشکل څخه شکايت کوي.

۱. خفيف حالت (Mild cases)
پدي حالت کي ناروغ په کمه اندازه اعراض او علايم لري، د سږو په ستي سکن کې تغيرات موجود نه وي.

۲. متوسط حالت (Moderate cases)
پدي مرحله کې د کرونا ناروغي اعراض په ناروغ کې څرګنديږي، ناروغ د تبي او تنفسي سيستم د مشکلاتو څخه شکايت کوي. د سږو په ستي سکن کې تغيرات رامنځته شوي وي.

۳. شديد حالت (Sever cases)
کچيري ناروغ کې د لاندي کريترياو څخه يوه موجوده وي په شديد حالت دلالت کوي.

الف: د ناروغ په دقيقه کې تنفس د ۳۰ ځلی زيات وي.

ب: په وينه کې د اکسيجن مقدار د ۹۳% څخه کم وي.

ج: د ۲۴ ساعتو څخه بيا تر ۴۸ ساعتونو پوري د ناروغ سږو کې تر ۵۰% زيات خرابوالی او تغيرات منځته راغلي وي.

۴. ډير وخيم حالت (critical cases)
د کرونا ناروغ په لاندي حالاتو کې وخيم شکل غوره کوي.

الف: د ناروغ د تنفسي سيستم عدم کفايه منځ ته راځي او مصنوعي تنفس ته ضرورت پيدا کوي. (Mechanical ventilation)

ب: ناروغ شاک ته تللي وي.

ج: د ناروغ نوري غړي (زړه، پښتورګي، ځيګر) فعاليت خراب شوي وي.

د ناروغۍ مخينوی

تر دې دمه د ناروغۍ د مخينوي لپاره هېڅ ډول واکسين نه دي جوړ شوي. د ناروغۍ د مخنيوي ترټولوښه لاره چاره دا ده چې د ناورغۍ د چټک خپراوي مخه ونيوله شي. يعني ناروغ کسان دې تشخيص شي او د درملنې پر مهال دې قرنطين شي. د دې سربېره هغه روغ کسان چي له ناروغانو سره يې راشه درشه درلوده، په کلکه وڅارل شي. د انسانانو په تګ راتګ دې بنديز ولګول شي او په لويو غونډو کې دې له ګډون څخه ډډه وشي. خولې، سترګو او پوزې ته دې لاسونه نه ور وړل کېږي او لاسونه دې د ۲۰ ثانيو لپاره په صابون ومينځل شي.

درملنه
دغه ناروغي ځانګړې درملنه نه لري، خو پوهانو په دې لګيا دي چي د ناروغۍ درملنه شونې کړي او درمل ورته جوړ کړي. د جرمني د برن پوهنتون ډاکتران په دې توانېدلي چي د K22 په نوم درمل توکي جوړ کړي . دا توکي د دې وړتيا لري چي د انسانانو ترمنځ د وايروس خپرېدنه تر ټولو ټيټې کچي ته را کښته کړي او همدا راز له کروناوايرسونو زېږېدلی والګی او سارس ناروغي ور باندي ختمه کړي. K22 کولی شي چي د تنفسي سيستم پر پوښ باندي د کروناوايرس ډېرښت شنډ کړي. همدارنګه تازه څيړنو په بنسټ د ملاريا ضد درمل لکه Hydroxy choroqunine sulfate د کرونا په وړاندی اغيزمن ثابت شوی خو لا ډيرو نور څيړنو ته اړتيا ده ترڅو د وايرس په وړاندی تر ټول اغيزمن درمل د نړيوال روغتيايي سازمان(WHO) لخوا تاييد شي.

خو تر ډېره بريده د ناروغۍ نښي په خپله له منځه ځي. ډاکټران سپارښتنه کوي، که ناروغي زکام ته ورته نښې ولري، نو ناروغ دې ډاکټر ته ولاړ شي. د درد ضد درمل، د اوبلنتوکو څښاک، خوب او ارامي د ناروغۍ په رغېدنه کې ګټور دي.

د کرونا په ويروسي ناروغۍ د اخته کېدلو څخه د مخنيوي په موخه:

• لاسونه مو له غذا خوړلو څخه مخکې هرومرو پريمينځئ.

• غوښه او هګۍ له خوړلو څخه مخکې په سمه توګه پاخه کړئ.

• د څارويو سره د تماس پر مهال ژغورونکي وسايل لکه چپنه، دستکشې، ماسک، عينکې، او موزې وکاروئ.

• د ګڼي ګوڼې په ځايونو کې مو پزه او خوله په ماسک يا دسمال وپوښئ او له لاس او غيږې ورکولو او ښکلو څخه ډډه وکړئ.

• ليمو، نارنج، کيوي او د سترس کورنۍ نور ميوجات چې په زياته اندازه ويټامين سي Vit C لري زيات ډير وکاروئ.

• که تبه، ټوخی، سردردي يا ريزش ولرئ، ډاکتر ته تر مراجعې وروسته په کور کې پاتې شئ.

ماخذونه:

 Review of Medical Microbiology and immunology warren livenson 2016.

 Labortory testing of human suspected cases of Novel coronavirus interim guidance 10 junary.

د کرونا وايرس په هکله د ننګرهار پوهنتون په انګړ کې د ننګرهار طب پوهنځي د مايکروبيالوژی څانګې استاد دوکتور شاه اغا صالحي څيړنيز سيمنار څخه راټول شوي معلوماتو څخه هم استفاده شوي ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx