افغانستان

په لغمان کې ۲۰ تنه ملي او سیمه ییز پولیس مسموم شوي

نن ټکی اسیا(شنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۹) امنیتي مسئولان وايي، په لغمان ولایت کې یو شمېر ملي او سیمه ییزو پولیسو ته په خوړو کې زهر ورکړل شوي، چې له امله یې ۲۰ تنه پولیس مسموم شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي رسنیو ته ویلي، دا پېښه پرون د جمعې په ورځ ناوخته (د وري ۲۲مه) د مرکز اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې د علیشنګ ولسوالۍ پولیسو ته په خوړو کې زهرجن مواد ورکړل شوي وو.

نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه ملي او سیمه ییز پولیس مسموم شوي دي؛ خو د مسموم شوو پولیسو د روغتیايي حالت په اړه یې رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.

د دولت زي په خبره له پېښې سره په تړاو امنیتي ځواکونو د یو قراردادي په ګډون ۱۱ تنه نیولي، چې دا مهال څېړنې ورڅخه پیل شوي دي.

دا معلومه نه ده چې د لغمان ملي او سیمه ییزو پولیسو ته په خوړو کې زهرجن مواد څرنګه او د چا لخوا ورکړل شوي؛ خو په دا وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې نفوذي بریدونه او طالبانو ته د تېښتې او تسلیمۍ پېښې زیاتې شوي، چې له امله یې دامنیتي ځواکونو ترمنځ بې باوري زیاته شوې ده.

څلور ورځې وړاندې هم د هېواد په شمال د فاریاب ولایت پښتونکوټ ولسوالۍ کې ۳ تنه سیمه ییز پولیس د قومندان له وژلو وروسته له خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x