دیني، سیرت او تاریخ

د انسان په وجود کې د الله تعالى نعمتونه

نصيرتکل

الله تعالى په خپل کتاب قرانکريم کې فرمايلي دي:
(وَفِىٓ أَنفُسِكُمْ ۚ أَفَلَا تُبْصِرُونَ)ژباړه:او پخپله ستاسي پخپل وجود کښي (د عبرت نښاني دي). ايا تاسي په ځير كتونكي نه ياست؟

دغه مبارک آيت انسان هڅوي ترڅو په خپل ځان، اهل وعيال، خپل کور، کار، سلامتيا، خپلو دوستانو او د خپل چارچاپېر په هرشي کې فکر وکړي.

که چيرې انسان يوازې خپل وجود ته دقيق ځير شي ډير داسې نعمتونه به ومومي چې ډير لوړ ارزښت او قيمت لري.

ګرانه وروره! ته هم فکر وکړه له تا سره ډير داسې نعمتونه شته چې ډير لوړ قيمت لري خو ته يې تر اوسه په ارزښت نه پوهيږې.

فقط دا يوه پوښتنه راته ځواب کړه ستا روح چې ليدل کيږي هم نه څومره ارزښت لري؟ او يو څوک يې قيمت پوره کولاى شي او که نه؟

زه يې تاته يو څو نور مثالونه هم وړاندې کوم.

۱- الله تعالى تاته ښکلى شکل او ښايسته بدن درکړى چې د نړۍ په ډيرو انسانانو کې ستا مثال نه موندل کيږي.

۲- الله تعالى تاته دوې ښکلې سترګې درکړې دي، ايا ته دا يوه سترګه د اُحد غره په اندازه په سرو زرو ورکوي؟

۳- الله تعالى تاته فصيحه ژبه درکړې چې د خپلې خوښې مطابق ښکلې خبرې پرې کوي او د شيانو خوندونه پرې معلوموي، آيا ته آماده يې خپله ژبه په ډيرو ښکلو او دنګو ماڼيو بدله کړې، ترڅو ته ګونګى شې؟

۴- الله تعالى تاته دوه ښکلي لاسونه درکړي چې هر کار پرې انجامولاى شې، آيا ته دا خوښوي دالماسو،ياقوتو،سروزرو، سپينو زرو،مرجانو او داسې نورو غميانو په بدل کې ستا يو لاس غوڅ شي؟

۵- الله تعالى تاته دوې ښايسته پښې درکړي دي،چې هرځاى ته پرې تللی شي، که د نړيوال بانک ټولې پېسې تاته درکړل شي آيا ته آماده يې په مقابل کې يې خپلې پښې ورکړې؟

٦- ديته ورته ډير نعمتونه شته چې ته يې لرې مګر په قدر يې نه پوهيږي مثلا(ښايسته وجود، خوله، پوزه، سترګې، ښکلى مخ، غوږونه، غاښونه، سر، ښايسته ويښتان، لاسونه، پښې، زړه…او داسې نور) لدې څخه پرته ډير نور نعمتونه هم ستا سره شته زه يې ځکه نه ليکم چې ليکنه اوږديږي، بيا لوستونکي ورسره خسته کيږي، ته پخپله قلم او کتابچه راواخله او ويې ليکه مګر زه مطمئن يم چې د الله تعالى لخوا درکړل شوي نعمتونه ليکلى او حسابولى نشې.

انسان د يوه نعمت په قدر هغه وخت ښه پوهيږي کله چې نعمت ترې واخستل شې، نو ګرانه وروره مخکې لدې چې شته نعمتونه درڅخه واخيستل شي، نو مناسبه داده چې د الله تعالى درکړي نعمتونه وپيژنې، سالمه استفاده ترې وکړې، د الله تعالى د رضايت لپاره يې وکاروې او د الله تعالى شکر اداء کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x