افغانستان

په کابل ښار کې د اشرف غني د ځانګړي ځواک یو بل کارمند هم ترور شو

نن ټکی اسیا(شنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۹ل) په کابل ښار کې د هدفي وژنو په دوام نن مازدیګر د اشرف غني د ځانګړي ساتونکي ځواک(PPS) یو بل کارمند هم د ناپيژاندو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

عیني شاهدان وايي، نن د شنبې په ورځ مازدیګر ۴ بجې د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند تایمني سیمه کې د نوې پروژې په دوهم سړک ناپيژاندو وسله والو د اشرف غني د ځانګړي ساتونکي ځواک(PPS) پر یو کارمند سید عطاء الله مخامخ ډزې وکړې.

د شاهدانو په خبره په دغه برید کې نوموړی ځای پرځای وژل شوی او برید کوونکي د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

د کابل پولیسو دغه پېښه تایید کړې؛ خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي او زیاتوي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

دا په تیرو اتو ورځو کې د اشرف غني د ځانګړي ساتونکي ځواک(PPS) دوهم کارمند چې د هدفي بریدګرو لخوا وژل کیږي.

د تیرې شنبې په ماښام د اشرف غني د ځانګړي ساتونکي ځواک(PPS) یو بل کارمند قیام مقصودي هم د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ووژل شو او یو بل ملګری یې ټپي شو.

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ د قیام مقصودي له وژلو دوه ورځې وروسته دغه پېښه تایید کړې وه او د عاملینو د نیولو ژمنه یې کړې وه؛ خو تردې دمه پولیس او امنیتي ارګانونه د نوموړي د وژونکو په نیولو کې پاتې راغلي دي.

دا په اسې حال کې ده، چې د کابل ښار پولیسو د هدفي بریدونو د مخنیوي لپاره په پنځمه امنیتي حوزه کې د موټر سایکلانو په تګ راتګ بندیزونه ولګول، چې له امله یې یو شمېر خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x