افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا د خبرو له لارې د افغان جګړې پر حلولو ټینګار کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): په ناټو سازمان کې د امریکا سفیره وايي، امریکا باور لري، چې د افغانستان د جګړې حل په دیپلوماتیکو لارو کې  نغښتی دی.

بیلي هاچیسن له خپل ټویټر اکاونټ نه یې په خپاره کړي ویډیويي پیغام کې د جګړې په ختمولو ټينګار کړی او  خبرې اترې یې سولې ته د رسېدلو غوره لار بللې.

هغې څرګنده کړې«موږ یو ځل بیا وایو، چې د جګړې ختمېدلو یوازینۍ لاره د افغانانو ترمنځ  ډیپلوماتیکو لارو کارول او مذاکرات دي».

نوموړې زیاته کړې «د ناټو سازمان د دېرشو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له یو بل سره ګوري او په دغو سلسله وارو لیدنو کې د افغانستان پر سولې او جګړې ته د مناسبې حل لارې په پیدا کولو بحثونه کوي.»

د هاچیسن په خبره، که څه هم څلوېښت کلن تاوتریخوالي د افغانستان د بېلا بېلو خواو ترمنځ د بې باورۍ فضا خپره کړې؛ خو په وینا یې، وخت را رسېدلی، چې د جګړې دواړه ښکیل اړخونه (طالبان او دولت) د سولې له پاره اړین ګامونه واخلي، د هغې سولې به خاطر چې ټول افغانان یې وړ او غوښتونکي دي.

په ناټو سازمان کې د امریکا سفیرې دا هم وویل، چې د مناسب وخت په راتلو سره به امریکا او متحدین یې له افغانستان څخه په خاصو شرایطو کې په ګډه ووځي.

ناټو کې د امریکا سفیره داسې مهال له ډيپلوماټیکو لارو د افغانستان د جګړې په حل ټینګار کوي، چې څه موده وړاندې یې هیواد له طالبانو سره د یوې توافقنامې په لاسلیک کولو ژمنه وکړه، خپل ټول پوځیان به له افغانستان څخه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

افغانان او نړیوال ټوله پدی ښه پوهیږی چی دا جګړه د افغانانو خپل منځی جګړه نده او نه هم ستاسو وارد سوی سیکولر سګشویانو په افغانستان کی کومه سیمه او ځای درلود ، ټوله ستاسو غلامان او ستاسو تر امر لاندی جاسوسان دی . داغلامان کوم واک او اختیار نلری چی طالبان دی د دوی سره مذاکرات او خبری وکړی دا غلامان به بیا او بیا هره خبره و تاسوته راجع کوی او اوامر به غواړی . موئمن د یوه سوری څخه یوا واری چیچل کیږی نه په ځلو ، طالبان کرام یو واری خطاوتل چی د بندیانو خبری یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x