افغانستان

حزب اسلامي: حکومت دې زموږ زندانیان هم خلاص کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند د سولې، بین الافغاني مذاکراتو او زندانیانو د ازادولو په اړه اعلامیه خپره کړې او د ټولو  بندیانو د خلاصون غوښتنه یې پکې کړې ده.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي «حکومت باید کابل ته د طالبانو د هیئت په راتګ سره د سولې هڅې لا چټکې کړې وای؛ ځکه دا یو ښه زیری و، خو متاسفانه چې داسې یې ونکړل او د بندیانو په نه ازادولو سره یې سولې ته خپله نه ژمنتیا څرګنده کړه. »

اعلامیه کې وړاندې زیاته شوې « حکومت د زندانیانو په نه خلاصولو سره وښودله، چې د سولې، مذاکرې او معاملې وړتیا، توان او صلاحیت نلري، واک د امریکا په لاس کې دی او د ازادولو په اړه د هو او نه اختیار هم هغوی سره دی.»

حزب اسلامي وروسته له هغه حکومت د بندیانو خلاصون ته په نه ژمنتیا توروي، چې حکومت کابل ته د طالبانو له راغلي پلاوي سره هوکړې ته ونه رسېد او پلاوی پرته له هوکړې له کابل څخه ووت.

په ورته وخت کې حزب اسلامي افغان حکومت په کینې او عناد تورن کړی او نیوکه کوي، چې حکومت ولې د کرونا بحران پر مهال د دوی ټول زندانیان نه ازادوي؛ حال دا چې قاتلان، غله، اختطاف ګر او نور جنایتکاران پریږدي، مګر سیاسي بندیان چې د هېواد د ازادۍ په برخه کې یې هڅې کړې،  لا هم په زندان کې ساتي.

د اعلامیې په بنسټ، حکومت له دوی سره په کړو ژمنو عمل نه دی کړی او له لاسلیک کړې معاهدې یې سرغړونه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

ستا خوارکی بندیان یی تر اوسه ندی خوشی کړی ؟ واه ګلبدینه واه ، ته په کابل کی د امریکی په پیسو پایی ، په مجلله قصرونو کی د غلامانو په ساحه کی میلی او چړچی کوی ، خو بندیان دی لا هم د امریکی او د هغو د غلامانو په بندیخانو کی دی ؟ دا بندیان نور ستا په ګټه او خیر نه درځی او نه به هم پر تا اعتبار او اعتماد وکړی . هیروه یی ، خپلی عیاشی دی کوه ، دغه دنیا ده نور سر مه په ګرځوه ، ستا څخه نور د خیر هیله نسی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x