افغانستان

 حکومت د طالب زندانیانو په نامه سل نور بندیان خوشي کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ملي امنیت شورا وایي، د اشرف غني له فرمان سره سم دریمه سل کسیزه ډله طالبان هم نن له زندانونو خوشي شول.

د ملي امنیت شورا دفتر د همدې زندانیانو انځورونه خپاره کړي او ورسره لیکلي یې دي « دغه طالب بندیان د ولسمشر غني له فرمان سره سم، د هغوی د روغتیايي حالت او د زندان د پاتې مودې په نظر کې نیولو سره د کورونا د مهار کولو د هڅو په لړ کې خلاص شول.»

دغه زندانیان دریمه سل کسیزه ډله ده، چې حکومت یې په تېرو څو ورځو کې له کابل څخه د طالبانو د تخنیکي ټيم له وتلو وروسته خلاصوي.

پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان چې د طالبانو او امریکا تر منځ ورباندې موافقه شوې وه، باید د تېرې میلادي میاشتې په لسمه نېټه خلاص او په تعقیب یې بین الافغاني مذاکرات پيل شوي وای، خو حکومت په دې لاره کې یو شمېر داسې محدودیتونه وضع کړل، چې دا لړۍ ورسره وځنډېده او له امله یې بین الافغاني مذاکرات چېرې چې د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ  د اوربند بحث هم کېده، یوې نامعلومې مودې ته ولاړل.

د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه د طالبانو د بندیانو چارو له مسئولینو څخه یو تخنیکي پلاوی کابل ته راغی او د لته يې د قطر سفارت په کوربتوت یوه اوونۍ تېره کړه او په پرلپسې ډول یې د حکومت له استازو سره ناستې وکړې، خو تر یوې اوونۍ وروسته هم دې ناستو پایله ورنکړه او طالب مشرتابه خپل تخنیکي ټیم بیرته وروغوښت.

طالبانو حکومت تورن کړ، چې د بندیانو په مسئله کې ځنډ او خنډ پېښوي او د «غیرمؤجه» دلایلو په ویلو سره غواړي دا پروسه وځنډوي.

حکومت د طالب پلاوي له تګ وروسته د طالب زندانیانو تر نامه لاندې د بندیانو خلاصون ته پیل وکړ او تر دې دمه یې درې سل کسیزې ډلې زندانیان خلاص کړي.

طالبانو ددوی د استازو په نشتون کې د زندانیانو د خلاصون دې لړۍ ته په کتو ویلي، چې خلاص شوي زندانیان دوی له امریکا سره د کړې موافقې برخه بللای نشي او د طالب پلاوي په نشتون کې ښایي «کابل اداره» د تېر په څېر جنایي بندیان د طالبانو په نامه خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x