نړۍ

وزیرستان کی سرښندونکی برید پاکستاني عسکروته مرګ ژوبله واړوله

waziristan_checkpost_543(نن ټکي اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۴) ډیره اسماعیل خان: یوه پاکستاني امنیتي چارواکي خبرورکړي دي چي نن سهار یوه سرښندونکي کس په شمالی وزیرستان کي دعسکرو یوي پوستي ته څیرمه سرښندونکي برید ترسره کړ چي نتیجه کی یی یوه عسکر وژل شوی اودوه نور ژوبل شوی دی.

یوه امنیتي چارواکي جاوید مروت خبري رسنیو ته وویل چي سرښندونکي په پښو باندی وو، چي دافغانستان له پولي سره څیرمه دچکمالي په سیمه کی چي سویلي وزیرستان کي واقع ده ماډل مارکیټ ته څیرمه دعسکرو له یوي پوستي سره چاودنه ترسره کړی ده.

دپاکستان دڅارګري اداري یوه چارواکي هم دچاودني پخلي کړی دي او دژوبلو کسانو شمیره اوه کسه ښودلي ده. نوموړي زیاته سرښندونکي مخامخ پر پوسته باندي رامونډي کړی چي دعسکرو له لوي ورته باندی ډزی وشوي چي له کبله یی چاودنه رامنځ ته شوه،

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x