افغانستان

دارالامان ماڼۍ د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړې کیږي

نن ټکی اسیا(یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل) د کابل والي محمدیعقوب حیدري وايي، ډیر ژر به په دارالامان ماڼۍ کې د کرونا وایرس ناروغانو درملنه پیل شي.

په هېواد کې د کرونا وایرس مثبتو پېښو په زیاتېدو سره تیره ورځ د کابل والي محمدیعقوب حیدري د یوې خبري ناستې پرمهال وویل: « له کرونا وایرس سره د مبارزې او نورو کسانو ته د نه خپرېدو لپاره د وقایوي تدابیرو په لړ کې ټاکل شوې، د دارالامان ماڼۍ په کرونا رنځ د اخته کسانو درملنې لپاره ځانګړې شي».

دارالامان ماڼۍ د کابل ښار په لویدیځ کې موقعیت لري او ښايي د کرونا ۵۰۰ ناروغانو د درملنې لپاره وکارول شي.

په دغه خبري ناسته کې والي دغه راز په کابل ښار کې د خلکو په تګ راتګ د بندیزونو د سختولو ترڅنګ ویلي، د ګرځبندیز د پلي کولو او خلکو د پوهاوي لپاره به د پولیسو ۳۰  ګرځنده ټیمونه دغه پروسه څاري.

نوموړي زیاته کړه، د کابل ښار د بشپړ قرنطین لپاره یې ښار څخه د وتلو او راننوتلو ټولې لارې تړلي دي او له اړونده کسانو پرته به هیچا ته کابل ته د ننوتلو او وتلو اجازه نه ورکول کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې د هېواد په ۲۳ ولایاتو کې تردې مهاله د کرونا وایرس ۵۵۹ پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې څخه ۳۲ تنه بیرته رغیدلي او ۱۹ تنو نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x