روغتیانړۍ

کرونا وايرس؛ امريکا کې د مړو شمېر له بل هر هېواد زيات شو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): د امريکا د جانز هوپکينز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې په امريکا کې د کرونا وبا له کبله د مړو شمېر له بل هر هېواد پورته شو.

دغه پوهنتون چې د کرونا وايرس د وروستي ارقامو څيړنې کوي وايي، کرونا وبا به په راتلونکو اونيو کې امريکا له حيرانونکي خطر سره مخ کړي.

د تازه شمېرو له مخې په امريکا کې په پرلپسې څلورمه ورځ له ۲۰۰۰ زيات کسان مړه کيږي، چې اوسمهال دغه هېواد کې د ټولو مړو شمېر ۲۰۵۸۰ کسانو ته پورته شوی دی‌.

دا په داسې حال کې چې امريکا تر دې دمه په کرونا د احته کسانو شمېر هم له بل هر هېواد زيات دی، د ننۍ شمېرو له مخې د ناروغانو شمېر له ۴۳۰زرو زيات ښودل شوی دی.

بل لوري ته ايټاليا کې ورځ تر بلې له دغې ناروغۍ څخه د مړو شمېر کچه ټيټيږي چې تر دې دمه ۱۹۴۶۸ کسان مړه شوي دي. د ايټاليا حکومت هېواد بشپړ ګرځبنديز د مۍ مياشتې تر ۲مې وغځوه.

د عامې روغتیا کارپوهان وايي چې د متحده ایالاتو د مړو شمیر به د دوبي په اوږدو کې ۲۰۰زره ته لوړ شي، خو که چیرې خلک په کور کې د راتلونکو ۳۰ ورځو لپاره پاتې شي او سوداګريز فعاليتونه بند شي ممکن له دغه ناورين څخه وژغورل شي.

کرونا وايرس د امريکا په ټولو ۵۰ ايالتونو کې ځای پر ځای شوی چې تر ټولو زيات يې د نيويارک ايالت ځپلی دی، چيرې چې تر دې دمه ۱۸۱زره کسان ناروغان شوي او له ۸ زرو زيات په کې مړه شوي دي.

امريکا کې د کرونا وايرس وروستۍ شمېرې:

[cvct country-code=”US”]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x