افغانستان

ورځپاڼه: طالبان تر خپله وسه د توافقنامې د ساتلو هڅه کوي، خو امریکا یي د پیکه کولو په لټه کې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې «مسیر» په خپله نننۍ ګڼه کې د امریکا او طالبانو توافقنامه او له دې هوکړې څخه د امریکايي ځواکونو سرغړونو ته کتنه کړې او د تحلیل په اساس یې څرګنده کړې ده، چې طالبان تر خپله وسه د توافقنامې د ساتلو هڅه کوي، خو امریکا ددې هوکړې «چې طالبان یې فتحه بولي» د نقض او پيکه کولو په لټه کې ده.

ورځپاڼې خپل مطلب د سکاټ مېلر او طالب استازو د تېرې ورځې په ملاقات راپیل کړی، چېرې چې د ورځپاڼې په باور، طالبانو سکاټ مېلر ته له توافقنامې څخه د امریکايي لوري د سرغړونو یو اوږد لست کېښود، چې د بندیانو نه خلاصون، شپنۍ چاپې او بریدونه پکې شامل وو.

مطلب کې زیاته شوې، چې طالبان له امریکا سره کړې هوکړې ته د بریا، فتحې او د ناټو د ماتې تړون وایي، نو ځکه یې ماتولو ته تمایل نه لري او تر خپله وسه یې د عملي کېدو په لټه کې دي، مګر د هوکړې نه عملي کېدو طالبان د پاڼ او پړانګ ترمنځ درولي او هغوی ته د اوس په څېر حوصلې او یا هم د هوکړې د ماتولو افشنونه ورپاتې دي.

د مطلب په بنسټ، طالبان هڅه کوي د سیاسي خبرو او ډیپلوماتیکو هلو ځلو له لارې دا ستونزه هواره کړي، خو داسې نه ښکاري چې امریکا دې د کوم ناسم پوهاوي پر اساس دا ډول حالت رامنځ ته کړی وي، بلکې دا د امریکا منظم او پلان شوی کار ښکاریږي او په دې سره غواړي طالبان کمزوري کړي او هغه څه پیکه کړي چې طالبان یې ستره لاسته راوړنه او یا فتحه ګڼي.

ورځپاڼې د تحلیل په پای کې ویلي، چې امریکا د همدې حالت په دوام غواړي طالبان کمزوري او تجزبه کړي، خو طالبانو ته به دا حالت له زغم وتلی وي « طالبان به هڅه وکړي چې یو درېیم حل پیدا کړي، خو که هوکړه عملي نه شي، دوی به د خپلې خرابۍ پر ځای د سولې د هوکړې ماتولو ته لومړیتوب ورکړي.»

د مطلب لیکوال ددې تر څنګ ویلي، که هوکړه ماتېږي تر ټولو ستر زیان بیا هم افغان ولس ته اوړي، نو ځکه دده په خبره، یو ولسي فشار ته اړتیا ده، تر څو هم هوکړه عملي شي، هم زندانیان خلاص شي او هم بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاری اسد

حاجی ملامحمد فاضل ته پلچرخی نه د یو ننګرهاری زندانی پرانیستی لیک قدرمن مولوی صاحب ملا محمد فاضل آخوند السلام علیکم ورحمت الله و برکاته الله د وکړی چی روغ جوړ وی او خپلو ایمانی مسولیتونو کی ثابت او دایم و اوسی قدرمنه ځه د ننګرهار ولایت یو کشر طالب یم چی تر اوسه می ستاسو دیدار نصیب شوی ندی خو ستاسو د میړانی تیر تاریخ په ارویدو سره غیابی په تاسو مین وم خو ځما دا مینه او محبت د الله لپاره او دی هغی قربانی او تکلیفونو لپاره وه چی تاسو دالله لار کی ګاللی او د اسلامی… نور لوستل »

غمی،پښتین

جوړ په خیر، سلامونه قاری صاحب.الله ج زر تر زره له پل چرخی څخه اذاد کړه، دا دوه څلویښت کاله جنګ پیسی،چوکی لپاره راوان دی،موږ او تاسو د د جنګ سوون توکی یوو، سیاسیون،طالیبان دی که دولتی ټول په امن کی دی.خپلی مزی کوی.نه د ولس په غم کی دی او نه د اسلام ، انشالله ډیر زر به له زاندان څخه خلاص شی.چه ازاد شی، نو کورته د مور پلار خدمت ته که ځان ورسوی دا به ستا جهاد اکبر وی، نور مه د طالیب غم کوه مه د دولت، هم طالیبان او هم دولت ،هم مو وژنی او… نور لوستل »

عبدالمالک همت

د محترم قاري صاحب څرګندوني مي تر پايه ولوستلې. لومړی خو به دعاوکړو چي الله سبحانه دي دغه قاري صاحب او نور ټول عالمان، قاريان، طالبان او د طالب په نامه بنديان د دغو ظالمانو له تورو زندانونو په خير او عافيت خوشي کړي. بل د دغه قاري صاحب ډېري ښې مشورې بايد په کلکه په پام کي ونيول سي. او دا چي قاري صاحب ليکي: « دلته هم اکثره مجاهدین کلونه کلونه خپلو کورنو نه لری ول له ټولو خپلوانو سره یی اریکی تر ننه پری دی چا به ورته سلام هم نه اچولو چی ګواکی مطلوب به شی… نور لوستل »

جمیل

د محترم قاری صاحب خبری خو زه پخپله د یو وفاداره طالب خبری نه بولم چی په عام مظهر کی دی خپلو مشرانو ته داسی الفاظ وکاروی او د لمنی د پورته کولو کوښښ دی وکړی . هغه څوک چی د زندان او د نورو کړاونو او تکلیفونو تاب او حوصله د لاسه ورکړی هغه ته نور طالب نسو ویلای ، خو که مشرانو ته بد ویل شروع کړی او د نفاق لاره ونیسه و دیته بیا خاین او جفا کاره ویل کیږی . دا منو چی بهرنیانو زمونږ په هیواد کی جهاد وکړ خو وروسته یی سرکښی او بیوفایی… نور لوستل »

عبدالواحد

زما په نظر:طالبان چه دملت مسلمان پوهان دځانه سره ملګری نکړی اویوعمومی اتحاد دملحد حکومت په مقابل کی جوړ نکی نسی کامیابیدای دروس شکست باید تجربه وګرزوی داددوی موجوده اتحاداوکلچر ملت ته دمنلونه دۍ هرڅوک چه ددوی پخوانی حکومت ورپیادکی خپل ځان دخپله ملکه بیګانه بولی خپل ځان دلادینه اوبی خونده سیاست ترمنځ احساسوی چه دطالبانودهغه وخت په حکومت کی هندو -وای که پنجابۍ افغانستان ته سفرکولای سو ولی تعلیم یافته اوهوښیار افغان وطن ته نسو تلای اوس بیاهغه ډله اوهم فکران سره راټول سوی دی بیانه خپله په سیاست پوهیږی اونه بل ته موقع ورکوی داڅه وینی چه ددوی… نور لوستل »

جمیل

اڅکزی صاحب ستاسو په پوهه او هوښیاری می کست وسو ، نه پوهیږم چی دا کوم مکتب دی چی سړی دومره پوه او هوښیار کړی . یو څه خو و ع و غ او امثال ته یی هم ورولیږی ، هغوی ډیر نا پوه او بیعقل دی ، ګوندی یوڅه زده کړی .

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x