ټولنیزه برخه

هوښيار نوکر«حکايت»

ژباړه: عبدالرحمن عباس

وایي چې د پخوانیو وختونو یو پاچا هوښیار نوکر ساتلی و، چې د ده په خدمت کې یې کلونه تېر کړي و. دغه نوکر به د پاچا ښه خدمت کاوه؛ خو چې یوه ورځ پاچا خپل وزیران او ملګري میلمانه کړل؛ نو یاد نوکر د غرمې پر مهال ډوډۍ ورته تیاره کړه.

کله چې نوکر یوه برخه مایع ګرم خوراک د پاچا مخې ت کېښوده؛ نو د هغه په جامو ترې توی شو.

پاچا سخت غوسه شو؛ ځکه د وزیرانو او میلمنو په وړاندې یې خپله بې عزتي نشوای لیدلې؛ نو د نوکر د پهانسي کولو (په دار خېژولو) امر یې وکړ.

نوکر چې له ویرې لړزېده یو ناڅاپه یې له پوره جرائت سره د پاچا په ټول بدن پاتې مایع خوراک واړاوه.
پاچا عصباني شو او نوکر یې له ګریوانه ونیو، ویې ویل: احمقه دا دې څه وکړل؟

نوکر له پوره عاجزۍ سره وویل: اعلیحضرته! زما سر دې له تاسو قربان وي؛ خو که ما داسې نه وای کړي ته به د خلکو په منځ کې سخت بې عزته شوی وای او هغوی به د ظالم لقب درکړی و.

پاچا په تعجب وپوښتل: څنګه؟

نوکر بیا وویل: کله چې له خوراک نه لږ څه ستاسو په جامه وغورځېدل؛ نو ما ته دې د مرګ سزا واوروله، چې سبا دې زه په عام محضر کې دار ته خېژولی او خلکو زما د جرم پوښتنه کولی؛ نو د دومره کوچني جرم له کبله به یې زما مرګ غټه سزا او ته ستر ظالم بللې؛ نو ځکه مې پر تاسو ټول خوراک چپه کړ؛ تر څو مې خلک ګستاخ وبولي او ستاسې عزت یې په منځ کې قایم او دایم پاتې شي.

پاچا په ګریوان کې سر ښکته کړ او ویې ویل: رښتیا چې ته ما معاف کړې؛ که څه هم کار دې ډیر بدې پایلې درلودلې شوای؛ خو غوره منطق او دلیل دې ژوند وژغوره او زه یې هم له ستر جبر نه بچ کړم.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close