
افغان کډوال: د کرونا بحران له امله مرستو ته اړتیا لرو
نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي د کرونا وېروس یې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي؛ نو اړ دي، چې نړیوالو څخه مرسته وغواړي.
دوی وايي لوی او کوچني کاروبارونه یې د پاکستاني حکومت په امر بند کړي او په کورونو ناست دي.
د پاکستان د قبایلي او سرحدي چارو وزیر شهريار افريدي هم ویلي، چې حکومت یې د افغان کډوالو ذمه واري په یوازې توګه نشي پورته کولی او لازمه ده چې په دې برخه کې نړیوال هم مرستې وکړي.
شهریار افريدي پرون رسنیو ته وویل د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ملګرو ملتونو مشر «انتونیو ګوتیرش» ته هم یو ليک لېږلی، چې کډوالو سره د مرستې غوښتنه پکې شوې ده.
هغه وویل د کرونا وبا له امله ۲۸ لکه افغان کډوال چې له نیمایي زیات یې له کمپونو بهر ژوند کوي د خوراکي او نورو شیانو مرستې ته اړ دي.
که څه هم څو ورځې وړاندې د پاکستان د کرکټ پخواني لوبغاړي شاهد افريدي د پښتونخوا ايالت په کوهاټ کې د خپل بنسټ له لوري د افغان کډوالو زر کورنيو ته د خوراکي توکو د مرستې اعلان وکړ خو له دې جملې څخه يې يواځې دوه سوه کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او اته سوه نورو کورنيو برخليک تر اوسه نه دی معلوم شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په پاکستان کې هم د کرونا له امله د دوو افغانانو د مرګ خبر خپور شو.
بل لور ته د کډوالو یو شمېر مشران هم ټینګار کوي، چې پاکستانی حکومت، افغان دولت، نړیوالې ادارې او مرستندویه موسسې باید له دوی سره د خوراکي توکو، ضروري اجناسو، درملو او وقايي وسایلو مرسته وکړي.
دوی وايي په لویو ښارونو او ښارګوټو کې د کډوالو دوکانونه تړل شوي او یوازې د خوراکي توکو هټۍ پرانیستې وي، چې د خلکو ټول ضرورتونه نشي پوره کولی.
هوکی دا کومکونه به هم غل دمهاجرو ریس جلیلی جب کی واچوی