شعـــــرونه

له اوله بندګي بيا ازادي وي/ رحمان بابا

عبدالرحمن بابا

پاسه یو ځلې سیراب د عشق په جام شه
په ساغر د ماه و مهرو مې آشام شه

له اوله بندګي بیا ازادي وي
که مقصد د ازادۍ لرې غلام شه

په مستانو کې د عقل خاوند غل دی
که په نورو خلکو خاص یې دلته عام شه

ځان ژوندی په زمکه خښ که لکه تخم
که لويي غواړې د خاورو په مقام شه

په نیستۍ کې د هستۍ مرتبه ګوره
نندارچي په ویرانه کې د خپل بام شه

اې رحمانه د بلبلو ژبه زده کړه
پس له هغه په صفت د ګل اندام شه

رحمان بابا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x