روغتیانړۍ

د کرونا له امله نږدې «۱۷» ميليونه امريکايان بې دندو شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): د امريکا د کار وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تيرو درې اونيو کې څه د پاسه ۱۶،۷ ميليونه امريکايانو د بي کارۍ د بيمې د امتيازاتو د اخيستلو لپاره خپلې فورمې یاد وزارت ته جمع کړي دي.

ياد وزارت په خپله خبرپاڼه کې زياتوي، د تيرې اونۍ په څېر په دې اونۍ کې هم څه د پاسه ۶,۸ ميليونه کسانو د بي کارۍ د بيمې اخيستلو لپاره اړوند وزارت ته خپلې فورمې جمع کړي دي. له دې سره د کرونا وايرس له امله د بې کارۍ د بیمې اخيستلو غوښتنې زياتې شوي دي.

د امريکا د متحده ايالاتو، د کار وزارت په خپل اوونيز خبر کې چې د امريکا اقتصادي وضعيت په دقيق ډول څيړي او ارزوي، وايي، ياده څيړنه د اقتصادپوهانو هغه وړاندوينه په ډاګه کوي چې ويلي، د اپريل په مياشت کې به نږدې ۲۰ ميليونه امريکايان د کرونا وايرس سره د مبارزې په ترڅ کې خپلې دندې له لاسه ورکړي.

راپورونه زياتوي، د امريکا مرکزي حکومت په وړانديز ددغه حکومت پارلمان د مارچ په ۲۶مه نيټه دوه تريليون ډالر تصويب کړي، چې ياده مرسته به د کرونا له امله د امريکا د بحران مخه ډپ کړي، ددې سربيره د بې دندو کسانو د بيکارۍ بيمې غزول هم په پام کې نيول شوي دي.

د امريکا متحده ايالات، چې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې مثبتې پيښې په کې ثبت شوي، اوسمهال ټولټال د مثبتو پېښو شمير څه د پاسه ۵۰۰زره او د مړو شمېر يې له ۲۰۰۰۰ پورته شوی دی.

بل لوري ته د کار نړيوال سازمان ويلي، د راروان ۲۰۲۰م کال تر دوهمې او دريمې مياشتې پورې به د کرونا وايرس له امله په نړۍ کې ۱۹۵ ميليونه کارکوونکي بې دندو شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x