ورزش

د کرکټ نړیوالې شورا په تاریخي جدول کې د شفق او براین لارا د ریکارډونو یادونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د افغانستان د چټک توپ وهونکي شفیق الله شفق او د ویسټ انډیز د کیڼ لاسي توپ وهونکي براین لارا د ریکارډونو یادونه کړې ده.

یادې شورا په خپلې فیسبوک پاڼې د اپریل په ۱۱مه لیکلي چې، نن په ډومیسټک (کورني) کرکټ کې د چټکې غبرګې غبرګې سلیزې وهلو دوه کاله پوره شوي دي.

دغه سلیزه چې د ۲۰۱۸م کال د اپریل په ۱۱مه د شفق له اړخه په ۸۹ توپونو او ۱۰۳ دقیقو کې ووهل شوه، په څلور ورځني کرکټ لوبو کې تر ټولو چټکه غبرګه سلیزه وه. نوموړي دغه لوبه د الکوزي احمد شاه ابدالي څلور ورځنیو لوبو په جام کې ترسره کړې وه. باید وویل شي، چې شفق له ډیرې مودې راهیسې له لوبډلې ورک دی.

https://twitter.com/ICC/status/1248815540648521729?s=20

د دې ترڅنګ یادې شورا د براین لاره یادونه کړې، چې له نن نه ۱۶ کاله وړاندې یې د ۲۰۰۴م کال د اپریل په ۱۲مه د انګلستان پر وړاندې په ټیسټ لوبو کې د یو لوبغاړي په حیث تر ټولو زیاتې ۴۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې، وړاندې دغه ریکارد د اسټرالیا له میتو هیډن سره و، هغه ۳۸۰ منډې کړې وې. له میتو هیډن وروسته بیا د براین لارا ۳۷۵ او په څلورم مقام د سري لنکايي جې وردني ۳۷۴ منډې دي. باید وویل شي، چې براین لارا په کورنیو سیالیو کې هم تر ټولو زیاتې ۵۰۱ منډې د انګلستان په کاونټي لوبو کې ثبت کړې دي.

له دې ورهاخوا د کرکټ نړیوالې شورا د مزاحیه او زړه راښکوونکي لوبڅار بیلي باوډن له کلیزې او د بنګله دېش د پخواني توپ اچوونکي محمد شریف له استعفا هم خبر ورکړی دی.

د یادونې ده چې د کرونا وایرس له کبله د نړۍ په ټولو برخو کې لوبې او سپورتي فعالیتونه په ټپه دریدلي دي، په دې لړ کې کرکټ هم اغیزمن شوی چې اوسمهال هیڅ کومې نړیوالې، تجارتي او تفریحي لوبې نه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x