شعـــــرونه

په څپو کې ژوند/سید عبیدالله نادر

سيد عبيدالله نادر

چې راویښ له درانه خوبه غــــــــافلان کړم
درسته شپـه لــــــــکه بلبل په چغـــــــهار یم

چې مې پوه په دردِ دل صاحــــــــبدلان شي
زه په ټال و سُر د ســـــاز کې هغــه تار یم

پاسداري چـــــــې د ګلـــونو د ناموس کړي
زه په بوټــو د چمــــــن کې هغه خــــار یم

نه رغیږي مـې چـې زړه له کلي کــــــوره
ځکـــــه میـــــنه کې پابند  د خــپل نګــار یم

بې منته ګوهر شــــــیندمه په خلـــــــــــکو
په محــفل کې لــکه وریځ د نوبهـــــــار یم

چې اوچت یې کړم تر عرشــــه محبت کې
د هغـــې میــــــــــنې تر تله منــــت بار یم

تر ګریوانه مې راځي د عجز اوښـــــــکې
ځکه پروت په اندیښنو کې تر سهــــــار یم

بې ارزۍ نه دا ماحول راته سور اور شو
لکه پروت چې په مــجمر د سور انګار یم

آرامي مې په هیڅ ملک کې مینده نه کړه
زه بې کوره بې وطــــــــــنه بـــې دیار یم

نارامۍ کــې مې قرار ځـــان ته مــوندلی
د څـــپو په دود په ژوند کــې ناقرار یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x