نظــر

کرونا، حکومتي بندیزونه، د حکومت او شتمنو وګړیو مسؤلیتونه

عباس عابد

د کرونا وېروس د ۲۰۱۹ میلادي کال په وروستۍ میاشت کې د چین په اوهان ښار کې پیدا شو او په خورا چټکۍ یې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته سرایت وکړ، چې په لکونو انسانان پرې اخته شول او له یو لک نه زیات یې ووژل. د نړۍ هېوادونو بندیزونه ولګول او ځینو له خپلو حکومتي او دولتي بودیجو څخه پیسې ورته ځانګړې کړې. په دې سلسله کې افغان دولت هم ګرځبندیزونه او محدودیتونه پلي کړل، چې ډیرو وګړیو یې په لومړیو ورځو کې ښه راغلاست وکړ. ولې د هغو (بندیزونو او محدودیتونو) له زوره خبر نه و، یا یې کندوان له غلې ډک و، یا یې معاشونه ډالري وو او یا یې سوداګري او تجارت ښه او د غریبو او بېوزلو هېوادوالو له ستونزو او کړاوونو څخه خبر نه وو.

د یاد وېروس مخنیوی په بندیزونو سره تر یو بریده شونی دی. خو ډیری افغانان خورا غریب او بېوزله دی؛ دوه څلوېښت کلن (۴۲) جنګ جګړو ځپلي دي. هر څه وران ویجاړ دی. د ولس اقتصادي حالت دیر خراب دی، ځکه اکثر وګړي د لاس مزدوري کوي په کارونو پۍې ښارونو ته ځي او د ښارونو په دروازو کې کلک بندیز وي څوک هلته نشي تللی، چې کار تر ګوتو او بېګا ته خپلو کورنیو ته څه قوت لایموت وروړي؛ نو دا ولسونه له کرونا څخه نه مړه کیږي ولې له لوږې څخه خامخا مړه کیږي.
افغان دولت ته لازمه ده چې د لویدیځ او نورو شتمنو هېوادونو تقلید او پېښې و نه کړي، چې په هر څه (هر ډول سوداګري) باندې کلک بندیز وي، باید له بندیزونو او محدودیتونو څخه ځينې شیان استثنا ولري. لکه د جلال اباد ښار کې دا مهال د ننګرهار او لغمان د ځینې سبزیانو او ترکاریانو د خرڅلاو موسم وي. ولې د سختو بندیزونو له امله هلته سبزیجات نه راځي او ولس له ستونزو سره مخ دی، هم خرڅونکي او هم اخیستونکي. اخیستونکي خواړه نلري او خرڅوونکو ته په پټیو کې خوسا شي.

افغان دولت چې په بندیزونو کې د شتمنو او ثروتمندو دولتونو پېښې او تقلید کوي، خپل ولس او د نورې نړۍ ملتونو ته نه ګوري، که محدودیت جوړوي؛ نو باید چې په مرستو او کومکونو کې هم بهرنیانو او نړیوالو پسې اقتداء وکړي او له خپلې بودیجې او خپلو امکاناتو څخه له غریبو کورنیو او وګړیو سره په انصاف وویسي او هغه مرسته چې نړیوال بانک او اروپایي ټولنه یې له افغانستان سره کوي په عامه پوهاوي او اعلانونو باندې مصرف نه کړي؛ ځکه ټول وګړي د کرونا په خطر پوه دي او له دغه وژونکي بحران نه د مخنیوي اصول یې هم په پام کې نیولي او نیسي یې.

که څوک هم د مخنیوي اصول او مقررات نه مراعتوي د هغو له پاره د عامه پوهاوي په نوم نور لګښتونه پکار نه دي. وايي، چې ((ته په ځان نه یې زه دې په تاوان نه یم)) همداراز د تلویزونونو پر مټ اعلانونه او عامه پوهاوی کول نه دي په کار بلکې دا دنده علماء کرام او د مسجدونو امامان په ښه ډول ترسره کولی شي او د دیني مسؤلیت په موخه یې ترسره کوي هم؛ ځکه دیني عالمان له ولسه راټوکېدلي او تلویزونونه یې د ډالرو ترلاسه کولو په هدف سرته رسوي چې اکثره یې پردیپاله دي
همدا شان شتمن وګړي او سوداګر باید له خپلو هېوادوالو سره په دې سختو او مشکلو حالاتو کې مرستې وکړي، خپل نیتونه خالص او سوچه ونیسي او مرستې وکړي، چې په اخرت یې په درد وخوري او د دوی له پاره زېرمه او ذخیره شي.
علماء کرام هم دنده لري، چې خپل شتمن هېوادوال له خوارو، غریبو او بېوزلو وروڼو سره چې کرونا او ګرځبندیزونو ځپلي دي، مرستو ته وهڅوي.

خلک هم باید چې د کرونا بحران جدي ونیسي، سالمې نظریې او لارښوونې په نظر کې ونیسي.

عباس عابد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x