
د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه ځينې ځانګړتياوې
ژباړه او لنډيز: نعمت الله شاکر
1(-لومړى نارينه کس، چي پر رسول الله ئې ايمان راوړ، حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه وو، هيڅ استدلال ئې ندى کړى.
2(- د اسلام په ابتداء کي ئې د رسول الله سره د دعوت کار کاوه، چي زيات مشران صحابه د ده په دعوت مسلمانان سوي دي.
3(- زياته شتمني او په خلکو کي ئې زيات محبوبيت درلود.
4(- د ډېر ښه مجلس او عالي اخلاقو لرونکى وو.
5(- د اسلام منلو څخه مخکي ئې هم نه شراب څيښلي وه، نه ئې بت ته سجده کړې ده.
6(- د اسلام د نشر او دفاع لپاره ئې رسول الله ته خپله ټوله شتمني راوړله.
7(- د اسلام په ابتداء کي چي قريش پر رسول الله را ټول سول، تر څو هغه ته ضرر ورسوي، ابوبکر رضي الله عنه د قريشو مشرکانو ته وويل، ايا هغه کس وژنئ، چي هغه وايي، زما رب الله جل جلاله دى.
8(- د قريشو له شريفو او مخورو کسانو څخه وو
رسول الله، نبوي مسجد ته د راخلاصو ټولو دروازو د بندولو امر وکړ، يوازي د ابوبکر رضي الله عنه دروازه ئې نکړه بنده.
9(- د هجرت پر وخت د رسول الله ملګرى وو، چي الله عزوجل د ثاني اثنين او صاحب رسول الله القاب ورکړي دي.
10(- رسول الله به فرمايل، زما په امت کي زما پر امت زيات رحم کوونکى ابوبکر دى.
11(- د رسول الله هغه صحابي وو، چي تر ټولو صحابه وو، پر ګران وو.
12(- د رسول الله خوسر وو، يعني د ام المومنين حضرت عائشې رضي الله عنها پلار وو.
13(- د ابوبکر رضي الله عنه څلور نسله صحابه وه: پلار يې ابوقحافة صحابي وو، ابوبکر صحابي وو، اولادونه ئې صحابه وه او لمسى ئې حضرت عبدالله بن زبير رضي الله عنه صحابي وو.
14(- رسول الله به ويل، که ما د رب العالمين عزوجل ماسيوا خليل نيولاى، نو هغه به ابوبکر واى.
15(- رسول الله د خپلي ناروغۍ پر وخت هغه د صحابه وو امام وټاکئ.
16(- رسول الله د وفات پر وخت ئې د صحابه وو سخته پريشاني پدغه ستره حکيمانه وينا له منځه يووړله:
چاچي د رسول الله عبادت کاوه، هغه وفات سو، څوک چي د الله عزوجل عبادت کوي، هغه تل ترتله ژوندى دى او نه مري، وروسته ئې دغه مبارک ايت ولوست: وما محمد إلا رسول قد خلت من قبله الرسل أفإن مات أو قتل أنقلبتم على أعقابكم ومن ينقلب على عقبيه فلن يضر الله شيئا وسيجزي الله الشاكرين.
17(- د رسول الله د وفات څخه وروسته ئې د صحابه وو تر منځ د اختلاف او هغه ستر بحران مخنيوى وکړ، چي د خليفه پر تعين را منځ ته سوى وو.
18(- د رسول الله لومړى خليفه وو.
19(- تر خپل وفات مخکي ئې په مرض الموت کي امر وکړ، چي زما د خلافت له پيله تر اوسه چي زما په شتمني کي زياتوالى راغلى دى، هغه اضافه مال بيت المال ته تحويل کړئ.
– 30 قصة من قصص الصالحين.