
طالبان شل تنه دولتي بندیان خلاصوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، د نن ورځې په اوږدو کې به شل تنه دولتي زندانیان د طالبانو له بند څخه خلاص شي.
سهیل شاهین په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې دغه شل تنه به په کندهار ولایت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارل شي.
نن به د اسلامي امارت لخوا د کابل ادارې شل تنه بندیان له زندان څخه خوشې او د کندهار په ولایت کې د سره صلیب ادارې ته وسپارل شي.
امروز بیست تن از زندانیان اداره کابل از زندان رها و در ولایت قندهار به اداره صلیب سرخ سپرده خواهد شدند.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) April 12, 2020
که څه هم د طالبانو له لوري ددې زندانیانو د خلاصون د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو هغوی داسې مهال د دولتي زندانیانو د خلاصون ګام اخلي، چې نن ورځ د طالب زندانیانو تر نامه لاندې دریمه سل کسیزه ډله بندیان هم د حکومت له زندانونو راووتل.
په تېره میلادي میاشت کې حکومت د قطر، امریکا او سره صلیب د استازو په حضور کې له طالبانو سره توافق کړی وو، چې د زندانیانو د خلاصون پروسه به د مارچ په ۳۱ مه نېټه عملا پيلېږي او په لومړي قدم کې به د سل تنه طالب زندانیانو له خلاصون سره هم مهاله شل تنه دولتي زندانیان ازادېږي، خو په یاده شوې موافقه باندې عمل ونشو او طالبانو حکومت تورن کړ، چې د بندیانو د خلاصون پروسه ځنډوي.
د روانې اپریل میاشتې په لومړۍ نېټه د طالبانو د بندیانو چارو د مسئولینو یو تخنیکي ټیم کابل ته راغی، دلته یوه اوونۍ پاتې شو او پرلپسې یې د حکومت له استازو سره ناستې وکړې، خو موافقې ته ونه رسېدل او طالب مشرتابه خپل ټیم بیرته وغوښت.
د طالبانو د تخنیکي ټیم له تګ وروسته حکومت د زندانیانو خلاصون ته کار ووایه او تر دې دمه یې درې سل کسیزې ډلې زندانیان د طالبانو په نامه خلاص کړل.
حکومت ادعا لري، چې خلاص شوي زندانیان د طالبانو په ورکړل شوي لست کې ځای لري، خو طالبان بیا ددې بندیانو خلاصون د توافقنامې برخه نه بولي او شک ښيي، چې حکومت ښایي ددوی د پلاوي په نشتون کې د تېر په څېر جنایي بندیان د طالبانو په نامه خلاص کړي.
اوس به حکومت وایی چی دا کسان ملکی او بی غرضه کسان وه چی طالبانو بندیان کړی وه. داسی نکیږی باید یو بل سره د اعتماد فضا رامنځ ته شی او نور ظلم و افغان وژنه بس کړای شی.
د خدای په قهر دواړی اړخه ککړ سی چی یو بل ته سر نه ټیټوی ټول وطن مو تباه کړ د اشرف غنی اولاد امریکا کی خپلی میلی کوی او د ستانکزی اولاد په قطر کی. منځ کی مو ملت تباه کړ.
د امریکا او د پنجاب مزدورانو