ټکنالوژي

ایپل شرکت خپل ارزان بیه ايفون وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): که څه هم د کرونا وژونکي وایرس له امله د ځيرک موبایلونو بازار سوړ شوی دی؛ خو ايپل کمپنۍ به ډیر ژر د ایفون نوی ډیزاین بازار ته وړاندې کړي.

د میک ریومرز د راپور پر بنسټ ښايي چې د دغه ایفون نوم (SA 2) او یا هم (ایفون 9) وټاکل شي؛ خو تر ننه یې بازار ته د وړاندې کولو کره تاریخ نه دی څرګند شوی؛ مګر اټکل دا دی، چې دغه نوم ماډل به د روانې اپرېل میاشتې په ۱۵مه نېټه بازار کې نندارې او خرڅلاو ته وړاندې شي.

له دې وړاندې بازار ته د دغه نوي ایفون د لېږلو تاریخ د مارچ ۳۱مه، بیا د اپریل ۳مه او اوس د اپریل ۱۵مه نېټه ښودل شوې ده، خو لکه څرنګه چې د کرونا له کبله نړیوال بازارونه تړل شوي ممکن دغه نېټه نوره هم وغځول شي.

نوی ارزان بیه ایفون ښايي په ۲۰۱۶م کال کې د وړاندې شوي ایفون اېس اې پر ځای وي؛ خو په نوي ماډل کې به یې د ایفون ۱۱ لړۍ طاقتور (اې 13 بائیونک) پراسیسر ځای پر ځای کړی وي.

د نوي ایفون ډیزاین او بڼه ایفون ۸ ته ورته ده، چې ۴.۷ انچه ایل سي ډي ډسپلې به ولري.

د یاد موبایل ریم به ۳ جي بي او له (۶۴ ــ ۱۲۸) جي بي پورې حافظه ولري. د مخې او شاتنۍ کیمرې لرونکی به وي، په دې ایفون کې ځانګړې خبره د بیې ده، چې له پخوانیو ایفون موبایلونو څخه به په ارزانه بیه (۳۹۹ ډالر) خرڅ شي او دا د ایفون ۱۱ له بیې شاوخوا ۵۰ سلنه کمه ده.

باید وویل شي، چې له دې وړاندې نوي ایفون سره بازار ته د ایفون پلس د راوتلو خبر هم ورکړل شوی و، چې ۵.۵ ډسپلې به یې درلوده؛ خو جوړونکې شرکت د دې خبر تایید نه دی کړی.

هېره دې نه وي، چې له ایپل شرکت وړاندې سامسنګ شرکت هم په جولايي میاشت کې د ګلکسي نوټ ۲۰ موبایل وړاندې کولو خبر ورکړی، چې د ځانګړې کیمرې، ریم، ډیسپلي، پراسیسر، حافظې او انټرنيټي سرعت لرونکی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x