
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د راپور سره سم افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۲ نوې پېښې ثبت شوي چې په دې سره د ټولو ناروغانو شمېر (۶۰۷) تنو ته پورته شو.
د روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار نن د یکشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۲مه نېټه) په یوه خبري غونډه کې د ۵۲ نویو مثبتو پېښو خبر ورکړ.
نوموړي وویل، چې په کابل کې ۲۸، کندهار کې ۸، هرات کې ۷، بلخ کې ۴، بامیان کې ۲ او په ننګرهار، هلمند او پکتیا کې یوه یوه مثبته پېښه ثبته شوې ده.
په افغانستان کې له کرونا ناروغۍ څخه تر دې دمه ۱۹ کسان مړه شوي او ۳۸ نور بیرته رغيدلي دي.
په هرات کې ټولې پېښې ۲۸۰ مثبتې پېښې ثبتې شوي چې له مخې ۵ کسان مړه شوي او ۱۳ بیرته روغ شوي دي، دغه راز کابل کې د ټولو ۱۴۷ مثبتو پېښو څخه ۵ کسان مړه شوي او ۳ بیرته روغ شوي دي، کندهار کې ۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوي چې یو کس بیرته روغ شوی دی.
وړمه ورځ حکومت پریکړه وکړه تر څو د کرونا مخنیوي لپاره د کابل ښار قرنطین تر ۱۵ ورځو نور هم وغځوي. دغه راز د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل هم جلال اباد کې د ورځې په بشپړ ګرځېدو بندیز لګولی دی.
که څه هم د روغتیا وزارت ویاند مایار ننګرهار کې د یوې پېښې خبر ورکوي، خو بل لوري ته د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وایي چې دغه ولایت کې ۴ نوې پېښې ثبتې شوي. درې کسه د کابل سروبي ولسوالۍ او یو د لغمان دی چې په ننګرهار کې اوسیږي.
افغان حکومت په هیواد کې د کرونا وایرس د خپرېدو مخنیوي په پار جدي تدابیر نیولي، د کابل په ګډون لوی ښارونه رسمي قرنطین شوي، دولتي ادارې، تعلیمي او ښوونیز مرکزونه هم د نامعلومې مودې لپاره رخصت شوي دي.
افغانستان کې د کرونا وایرس وروستۍ شمیرې:
[cvct country-code=”AF”]