نظــر

کرونا او زميني حقايق

ضياء الرحمان حسن خيل

د پتالوجې او طبې مايکروبيولوژي/ايميونولوژي متخصص

له ډير درده يې ليکم او غواړم چې خپل مسوؤليت تر يو حده داسې اداء کړم، چې د سترګو ليدلى حال چارواکو او اولس سره شريک کړم، تر څو چارواکي له الله وويريګې او اولس په ځان پوه شي. تر پايه يې ولولۍ او ځان خبر کړۍ.

د کرونا وباء په ټوله نړۍ خپره ده او هر ملت د خپل توان مطابق ورسره په جګړه بوخت دى، دا چې زمونږ ګران هيواد ته هم را رسيدلي ده نو مونږ د خپل مسلکې مسوؤليت په بناء کوشش وکړ او کوو يې چې خپل اولس ورڅخه محفوظ وساتو، خو برعکس چې نه مو چارواکي په پدې اړه جدې دي او نه اولس، دواړه سر سري او غير مسلکې روان دي، چې دا حالت الله مکړه يوي لوې فاجعې ته ور مخامخ کول دي، او مونږ د دي اوسنې وضعيت وړاندوينه يوه نيمه مياشت مخکې کړي وه خو ډيرى عوامو ته ټوکې او چارواکو ته غير جدي ښکاريده.

تير په هير:
خو اوس هم د صحت وزارت د احکاماتو، اقداماتو او زمينې حقايقو تر منځ خورا لوۍ واټن دى، چي همدا واټن سخت خطرې بريښي. دلته غواړم ځينې نقاط تشريح او شريک کړم.

۱- په افغانستان کې مثبت پيښې ولې دومره کمې او منفې ډيري دي؟
د دي لوۍ لامل دا دى چې دولت له اوله ورته پوره ځان آماده نکړو او غير جدې برخورد يې وکړو، په ټول افغانستان کې په وسايلو سنمبال فقط يو مجهز مرکزي لابراتوار لرو چې د کرونا لپاره دا هيڅ نه وو او بايد وار د مخه په هر ولايت کې يو لابراتوار جوړ شوى وى، دولت مسلکې خلک راټول نکړل او نه يې نوي خلک استخدام کړل، دا زکه چې د مسلکې خلکو د ثبت کوم خاص سيستم نشته چې د اړتيا په وخت ورڅخه کار واخيستل شي، او همدا د دي لامل شو چې موجوده پرسونل له کاري فشار سره مخامخ شول او کيفيت ته هيڅ پاملرنه ونشوه. همدا راز د موجوده پرسونلو لپاره پر وخت ټريننګونه آماده نشول او د پيښو او شکمن کيسونو د ښکاره کيدلو پر وخت چې ډير به ناوخته وو ټريننګ لپاره به مرکزي لابراتوار څخه خلک ورتلل او کار به يې شروع کولو، دي کار سره د مرکزي لابراتوار نورمال سيستم ګډوډ شو او فشار نور هم ډير شو.

د کرونا پې سي آر کوم عادې ټيسټ نه دى چې نن پرسونل ټريننګ کړه او سبا د مريض ټيسټونه شروع کړه، کله چې سامپل ناسم اخيستل شوى وي نو نتيجه منفې راځې حال دا چې هغه نفر به مثبت وي، د سامپلونو ناسم انتقال هم پر نتيجه اغيز کوي، د پرسونلو کمښت او د کار ډيروالى د کيفيت د خرابيدو سبب ګرځې، دا زکه چې دا ټيسټ خورا نازک مراحل لري چې بايد په پوره توجه تر سره کړل شي.

کله چې دومره ژر ژر د نوي تيسټونو سنټرونه خلاص شول نو د ټريننګ مرحله يې خورا ښه معلوميده او شايد وه به هم، خو وروسته له هغه ځاى ليدنه ونشوه او نه هم چيک اينډ بيلنس خيال يي وساتل شو، نتيجه دا شوه چې د سامپل اخيستنې ټيم به د Nasopharyngeal and Oropharyngeal سامپل اخيستلو پر ځاۍ د پوزې او د خلې مايعات اخيستل او نتايج به منفې راتلل، دلته وسايل او تشخيصې کيټونه ضايع کيدل او مريض ته منفې نتيجه ورکولو سره هغه ډاډه کيدلو او په ټولنه کې انتقال يو لوى سبب شو او ورسره د کيټونو او وسايلو کمښت هم پيښ شو. هرات يې ښه بيلګه ده، کله چې هلته لابراتوار خلاص شو نو ټيسټونه يې اکثر منفې راتلل خو پس له هغې چې له مرکزي لابراتوار څخه ټيم ورغلو او ارزيابې يې وکړه نو ټول مشکل په سامپل اخيسته کې وو، هماغه وو چې د سامپل اخيستلو سم ټريننګ ورکړل شو او په هماغه سبا ۳۴ مثبت پيښې ثبت شوي. سامپل اخيستل د تشخيصې ټيسټ يو مهم پړاو چې Pre Analytical phase بلل کيګې او د تعمير د بنياد حيثيت لري، دى. نتيجه ټوله د سامپل پر کيفيت پورې اړه لري.

کله چې دا ټيسټونه اجراء کيګې نو نتيجه يې مريض خورا ته د يو لوۍ پړاوو نه پس سپارل کيګې چې پر دغه موده کې مريض ته هيڅ کوم خاص سپارښتنې نه ويل کيګې او د انتقال سبب ګرځې.

نو د سامپلونو ناسم اخيستل او په ډير کم تعداد کې اخيستل يو لوى فکتور دى چې تر اوسه ډير کمې پيښې لرو، يو بل فکتور دا دى چې د شته فاسد دود پر بنسټ هر زورواکى او چارواکى چې په ځان يا نزدي نفر کې لژ مشکل هم ووينې، سمدستې د سامپل ګيرۍ ټيم ته وايې چې هله راشه زما د نفرو معاينات وکړه، حال دا چې هغه منفې وي او ټيسټونه هسې ضايع شي او اصل مريضانو او شکمنو خلکو خانه پوره شې، زکه چې هر ټسيټ سنټر کې مخصوص تعداد ټيسټونه اجراء کيګې. د دي کمو پيښو يو لوى لامل دا هم دى چي ناروغانو او شکمن کسانو ته رسيدګې نه کيګې، وسايل په خپل وخت آماده نه وي، د وسايلو او تشخيصې موادو هيڅ کوم بيک اپ موجود نشته زکه چې دولت له هيڅ کوم منبع سره د موادو په رابطه خبره نه ده کړي.

د دې تر څنګ يو لامل دا هم دى چي زمونږ د خلکو يوه ويره چې له ټولنې يي لري او نه غواړې چې د کرونا مثبت کيدلو په صورت کې ورته ټولنيز مشکلات پيښ شي.

۲- د سامپل اخيستلو د ټيم خطرناک برخورد او د ويروس انتقال زمينه سازې:

زه د دي شاهد يم چي سامپل اخيستني ټيم خورا بې غوره او غير مسلکې خلک دي چي پوره ټريننګ ندى ورکول شوى او يا هم سمه ارزيابې يې نده شوي، او د ويروس په خپرواي کې خورا مهم رول لوبوي. همدې ټيم په يو ځاى کې سامپل اخيستلو، نو خپل PPE او نور سامان يې پر ځمکه واچول او بيا يې واغوستل، د فورمونو ډکول يې پيل کړل او مريضانو تر منځ فاصلې ته يې هيڅ پام نه وو، بيا يې سامپلونه په ډير عادي شکل او ټيټ کيفيت واخيستل (د پوزې بيرونۍ برخې نه يا ناسټرلز نه) ، پس له کار نه يې په يو کوچني پلاستيک کې خپل استعمال شوى سامان واچولو چې پوره پکې ځاى هم نشو، او دستکشې چې تر ټولو زياتې په ميکروبو ککړي وي له پلاستيک نه بيرون په ځمکه واچولې او روان شول، ما ورته ويل وروره دا پلاستيک خو يوسۍ کنه، ويل يې همدلته اوور ورکړۍ او قيصه خلاصه. نو زه سخت ودرديدلم چې اول خو دا کسان خپل ځان په دي ويروس اخته کوي او بيا نور هغه خلک چې له استعمال شوي موادو سره تماس کې راځې، د دغه ميکروبې استعمال شوې وسايلو سوځول هم دغه پوره مخصوص لباس PPE پر تن غواړي او سوځول يې په مسلکې طريقه کيګې چې مکمل پټ ځاى وي، خورا زيات حرارت لرونکى اوور وي چې حتى ستنې او نور فلزي وسايل هم ايره کوي، او بيا دا ايرې هم په يو محفوظ ځاى کې پټول کيګې. د دوۍ د سامپل ناسم اخيستل د منفې نتيجې سبب ګرځې او که چيري نفر مثبت وي نو په ټولنه کې د خپريدلو عامل هم ګرځې. چې زمونږ ټولنه کې اوس دا حالت شروع دى.

-همدا منفې نفر څو ورځې پس سخت علامات پيدا کوي او ټيم مجبور دى چې بيا يې سامپل واخلې نو د کيټونه پدې طريقه ډير ضايع شول.

– د سامپل اخيستلو پر وخت د ټيم لخوا هيڅ کوم لارښوونې نه کيګې چې کسانو ته ووايې فاصله مراعت کړۍ، زکه چې شايد ټول روغ وي او يو مثبت وي خو که سمه پاملرنه او فاصله ونه ساتل شي نو هغه دي ټولو ته د انتقال سبب ګرځې.

-يو لوى مشکل چې سامپل اخيستنې ټيم يې لري هغه دا چې پروخت رسيدګې نه کوي، او دا هم د منفې کيسونو لامل دى چې نتيجه يې د ويروس انتقال ته زمينه مساعدوي.

۳- څه بايد وکړو چې اوسنى حالت ژر تر زره کنټرول کړو

دولت بايد څه وکړي:
(دولت که غواړي دا اوسنى حالت په شل ورځو کې کنټرول کړي نو بايد چي غريبو کورنيو ته د يوې مياشتې خواړه او د ضرورت سامان ورکړي، تر څو له کوره را ونه وځې، په ټول هيواد کې دي جبرې قرنطين وکړي چې فقط طبې پرسونلو څخه علاوه هيڅ څوک هم بيرون پري نږدي. د همدې شل ورځو سخت ترين قرنطين پر مټ کولى شو چې له دي بلاء مو الله خلاص کړي.)

۱- د مشکوک مريضانو ټيسټونه دي په هر صورت کې وکړي او د اعلامو والا مريض معاينات خو فرض عين دي. مثبت مريضان دي وروسته ښه وڅارل شي او منفې کيدلو پر وخت يي بايد مواد غايطه هم ټيسټ کړل شي. (د مريض ثبت نام په وخت بايد تذکره، ادرس او تليفون شميره ښه سمه وکتل شي، ډيرى خلک ناسم نومونه ورکوي تر څو له خلکو پټ واوسي او دا بيا د مريض په پيدا کولو، ورسره تماس نيولو او څارلو کې خورا لوۍ مشکل جوړوي)

۲-افغان جاپان روغتون دي مسلکې خلکو ته په لاس ورکړل شي او موجوده بې ضميره پرسونل دي جزايې کړي، تر څو د مشکوکو او علايمو لرونکو مريضانو سره مسلکې برخورد وکړي، او داسې ونکړي چي مريض ته وايې روغ جوړ يې هيڅ معاينات ته حاجت نشته، داسې هم بايد ونکړي چي پايوز ته ووايې چې مريض دي له چت نه وغورځوه او قيصه خلاصه کړه (يو مشکوک چي وروسته مثبت شو ورته په همدي الفاظو ويل شوي وو).

۳- د سامپل اخيستلو مراکز دي زيات کړل شي، او ښه به دا وي چي په مخصوصو لويو روغتونو کې دي خپل نفر وګمارې تر څو د اړتيا په وخت کې سامپل واخلې او تاخير ونشي، داسي هم ممکنه ده چي يو څو نزدي روغتونو لپاره يو نفر وټاکې.

۴- د سامپل اخيستلو نفر بايد ممکل مسلکې تربيه شوى وي تر څو د خپل ځان حفاظت هم وکړي او په هغه ځاى کې چې سامپل اخلې هم محفوظ وساتې، او د مخصوص لباس په اړه هم ورته مکمل تريننګ ورکړل شي، زکه چې همدا لباس هم د مرض په انتقال کې مرسته کوي. کارول شوي وسايل دي په محفوظ شکل په يو پلاستيک کې واچوي او له ځانه سره دي يوسي تر څو انسنريت يا مسلکې شکل باندي وسوځول شي، د دي کار عملې کولو لپاره بايد هر ټيم د ورځې په آخر کې خپل حساب ورکړي او استعمال وسايلو ليست او پلاستيک هم تسليم کړي.

۵- سامپل اخيستلو نه پس بايد يو مخصوص ټيم د ټولو ځايونو څخه سامپلونه راجمع کړي، تر څو د انتقال پر وخت د مرض د انتقال مخنيوى وشي.

٦- د موجوده سامپل اخيستلو والا کسان دي جدي تعقيب کړي تر څو همدغه کسان په صحت روغ واوسي او شمار يې بايد زيات کړل شي. د دي ټيمونو د کار ارزيابۍ لپاره بايد يو مخصوص ټيم او آمر تشکيل شي تر څو د ويروس د انتقال مخنيوى وشي.

۷- هغه روغتونونه چې مشکوک کيسونه يې لرل او ډيل کړي يې دي، بايد د وزارت لخوا ورته مخصوصي سپارښتنې وشي تر څو روغتون مکمل ضد عفونې کړي، او کيمياوي مواد او د هغې محلول دي ورته واضح کړل شي. د دې تر څنګ بايد د ايکسپوز پرسونلو معاينات يې وکړل شي او قرنطين هم شي.

۸- د ټيسټ اجراء کولو پرسونل دي زيات کړل شي تر څو د نتيجې انتظار د دريو يا څلورو ورځو پر ځاى يوې ورځې ته راشې تر لازم اقدامات او حفاظتې چارې پر وخت ونيول شي.

-د دي تر څنګ هر ولايت کې موجود ټيسټ سنټر لپاره دي يو آمر وټاکل شي تر څو نظارت يې وکړي او کيفيت ته پاملرنه وکړي. ورسره هر ولايت ته په کافې اندازه تشخيصي وسايل ورکړل شي، تر څو د کمښت سره مخ نشي.

-د نورو وسايلو لپاره دي نړيوالې مرستې وغوښتل شي، او که مرستي نه وي نو پخپله دي واخيستل شي.

-تشخيصې کيټونه دي تر يو ميليون واخيستل شي، زکه چې دا وروسته د ويروس مکمل ختمولو لپاره پکاريګې، د دي تر څنګ هر مريض د منفې ثابتولو لپاره بايد دري ټيسټونه وکړل شي نو بايد چي کيټونه زيات موجود وي.

– د مريض مواد غايطه هم بايد ټيسټ کړل زکه چې ځينې څيړنې څرګندوې چې په مواد غايطه کې هم ويروس خارجيګې او بيا د لاسونو ناسم وينځلو له لاري او پدې مواد غايطه د نورو پاکو اوبو او خوراک ککړتيا په وجه روغ انسان ته د خلې له لاري انتقاليګې.

۹- د کرونا مثبت مريض سره او يا هم مشکوک مريضانو سره په تماس کې راتلونکو صحې کارمندانو ته بايد مکمل پي پي اي يا شخصې حفاظتې وسايل ورکړل شي او تريننګ هم ورکړل شي چي څنګه او په کوم ځاى کې يې بايد استعمال کړۍ.

۱۰- صحې کارمندان بايد مکمل تربيه کړل شي چي مخصوص لباس ويستلو نه مخکې بايد په ضد عفونې موادو پاک کړل شي او په يو مخصوص ځاۍ کې ځوړند شي چي تر سبا وچ شي او دوبار استعمال لپاره پاک وي، کولى شۍ چې تعقيم يې کړۍ.

۱۱- اول خط ډاکټرانو لپاره يو جامع پلان جوړ شي چي په هغې کې بايد هر څه واضح وي لکه؛ لازم وسايل ورکړل شي، وقايوي درمل ورکړل شي، په مرض اخته کيدلو صورت کې يو مخصوص روغتون کې پرته له مصرفه بستر او تداوې کړل شي، که چيرې شهيد شي نو د کورنۍ کفالت يې دولت په غاړه واخلې، شخصې او دولتې دواړو کارمندانو لپاره بايد دا سهوليات وضع کړل شي.

۱۲- د کرونا مريض د شهادت په صورت کې صحې کارمندانو لپاره بايد هر روغتون ته مخصوص لباس او کيمياوي مواد ورکړل شي تر څو د ويروس مخنيوى وشي او د مريض لخوا استعمال شوي وسايل ضد عفونې او بيا مخصوص ځاى کې خښ کړل شي.

۱۳- د کرونا د مريض د شهادت نه پس د هغه تدفين او انتقال لپاره بايد يو مخصوص ټيم وي او همغه کسان يې چارې تکميل کړي.

۱۴- د کرونا د شهيد جسد لپاره يو تفصيلې لايحه جوړه کړل شي، زه يې لرم که څوک يې غواړي نو ورليګم يې.

عوام بايد څه وکړي

۱-په خپلو کورونو کې پاتې شۍ، آن د مسجد تلو نه هم ډده وکړۍ، علماوو پدې اړه وضاحت ورکړى او ګناه نلري.

۲- د شديدي ناروغې نه پرته روغتون ته هيڅ مه ورځۍ

۳- کوښش وکړۍ له خپلو دوستانو او پيژندګلو ډاکټرانو څخه په تيليفون نسخه واخلۍ

۴- د علاماتو په صورت کې له ډاکټر سره مشوره وکړۍ او که اړتيا خپل ټيسټ مو وکړۍ او په کور کې له کورنۍ قرنطين شۍ

۵- ويتامن سي لرونکې خواړه زيات وکاروۍ لکه ليمو، نارنج، کيوي، مالټه، پالک، ګولپې او مرچک

٦- ويټامن ډي لرونکې خواړه هم زيات وکاروۍ لکه شوده، ماسته، جوش هګۍ، پنير او داسې نور. دا دي لپاره چې عضلات او هډوکې مو مضبوط وي

۷- د لاسونو وينځل خو فرض کړۍ پر خپل ځان او فاميل

۸- بيرون وتلو پر وخت ماسک پر مخ ولرۍ که نه نو مه وځۍ

۹- را ستنيدو پر وخت اول لاسونه ووينځۍ

۱۰- د خپل ګاونډ خيال وساتۍ او مرسته يې وکړۍ

۱۱- په الله باور او عقيده کلکه وساتۍ

۱۲- خپلوانو او دوستانو کره مه ورځۍ او مه يې را پريدۍ خصوصا چې له خارجې هيواد څخه راغلى وي (څو کيسونه راته معلوم دي چې له همدي وجهې انتقال شوي دي)

۱۳- استعمال شوي دستکشي او ماسکونه هر ځاى غورځولو په وجه د ويروس انتقال سبب گرځې، نو بهتره دا ده چې په يو مخصوص پلاستيک کې يې په کور کې جمع کړۍ او بيا يې وسوځوۍ.

۱۴- کورونو کې د ضد عفونې موادو استعمال ډير کړۍ

۱۵- په انټرنټ د ويروس په اړه زياته مطالعه مه کوۍ، دا درته روانې ستونځې پيدا کوي، د دنيا ټول ملکونه زمونږ د وطن په شمول حقايق پټوي او هيڅ اعداد و شمار تر اوسه دقيق ندى.

۱٦- فقط د صحت نړيوال سازمان ويبپاڼه او د نور دقيق ادرسونه تعقيبوۍ خو مقايسه ي ضرور کوۍ او بس.

۱۷- تل د خپلي او د نورو د خوشالۍ کوشش وکړۍ او د يو بل روانې او مدنې ملاتړ وکړۍ.

۱۸- که څوک وينۍ چې بې تفاوتې کوي نو کرونا بيخې جدي ورمعرفې کړۍ چې د خپل ځان او فاميل خيال وساتې، خو ډير زيات او غير ضروري يې مه ويروۍ

مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x