ټولنیزه برخه

د اولاد د مینې او مور و پلار د خدمت ښایسته کیسه

حامد افغان

امیة بن الاسکر الکناني د خپل قوم مشر و، د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې دی او زوی یې کلاب مدینې ته کډه شول. او هلته اوسیدل. یوه ورځ یې زوی کلاب له دوو مشهورو صحابه کرامو طلحة بن عبد الله او الزبير بن العوام رضي الله عنهما سره ولیدل، هغوی نه یې پوښتنه وکړه چې په اسلام کې ترټولو غوره عمل کوم دی؟ هغو ورته وویل: د الله لاره کې جهاد.

کلاب ډېر متقي او نېک انسان و، مور و پلار یې دواړه بوډاګان وو، د هغو دواړو یې خورا زیات خدمت کوه او په هغو هم بېخي زیات ګران و. پلار یې که څه هم اجازه نه ورکوله خو هغه یې راضي کړ او د خدمت لپاره یې غلام ورته واخیست. دی عمر رضي الله عنه ته ورغی او ورنه ویې غوښتل چې کوم جهادي سرحد ته یې ولیږي. هغه ورته وویل: ته دې د مور و پلار خدمت کوه. خو د کلاب په ډېر ټينګار یې اجازه ورکړه او هغه جهاد ته ولاړ.

لکه ومو ویل کلاب په مور و پلار زیات ګران و، خصوصا په پلار بېخي زیات ګران و، پلار یې ډېر تکړه شاعر هم و، یوه ورځ د کور څنګ ته د یوې ونې لاندې ناست و، هلته یې یوه مرغۍ وليدله چې خپلو بچیانو ته یې خواړه ورکول. د امیة پر زړه خپل زوی کلاب واوریدی، په ژړا شو او له ژړا وروسته یې له درده ډک شعر وويلې. چې یو بند یې دا دی:

کلابه!

پلار دې ریږدیدلي لاسونه پرېښود
او مور دې غوړپ اوبه نه شي څښلی

تركت أباك مرعشة يداه
وأمك ما تسيغ لها شرابا

کلاب چې څومره د جهاد په سنګر کې ځنډیدی د پلار دردونه، غمونه او ژړاګانې یې زياتيدلې. ان چې د زوی له مینې د یعقوب علیه السلام کانه وروشوه! او په غبرګو ړوند شو! په دې حالت کې یوه ورځ خپل غلام ترلاس نیولی امیر المؤمنین عمر بن الخطاب ته وروست. هغه ته یې د شعر په ژبه خپل حال او دردونه وسپړل او ورنه ویې غوښتل چې زوی مې راته راوغواړه. او هغه د مجاهدینو مشر ابو موسی الأشعري رضي الله عنه ته ولیکل چې کلاب بن امیة خامخا مدینې ته راولیږه.

کله چې کلاب بن امیة رضي الله عنه مدینې ته راغی، لومړی عمر ته ورغی، هغه ورته وویل: ته په مور و پلار څومره ګران یې! تا به هغو سره څنګه ښېګڼه کوله؟ کلاب ورته وویل: ما به د هغو هر ډول خدمت کوه او هر څه به یې چې غوښتل هغه مې ورته رسول. ما هغو ته یوه څربه اوښه ساتلې وه، هغه به مې کور ساتله، له لوشلو مخکې به مې د هغې غولانځه څو ځله په یخو اوبو ومینځله، چې کله به مې راولوشله شیدې به یې یخې وې او داسې یخې شیدې به مې په هغو سهار و ماښام څښلې.

کلاب له عمر سره ناست و هغه یې پلار امیة هم راوغوښت، هغه په ملا کړوپ او سترګو ړوند و، عمر ورته وویل: ابو کلاب څنګه یې؟ هغه ورته کړه لکه څنګه مې چې وینې، اې امیر المؤمنینه! عمر ورته وویل: نن دې څه شي ته زړه کیږي؟ هغه وویل: هیڅ شي ته، نه په ښو خوشالیږم او نه د بدو پروا لرم. عمر ورته وویل: له دې پرته، بل څه دې زړه غواړي؟ امیه وویل: یو دا غواړم چې زوی مې کلاب راسره وی، هغه مې مخکې له مرګه په غېږ کې ټینګ نیولی وی او د هغه بوی مې ترسپوږمو شوی وی. عمر ورته په ژړا شو او ورته کړه یې: که د الله خوښه وه همداسې به وشي.

عمر کلاب ته وویل چې هغه ستا په طریقه له کومې اوښې شیدې ورته راولوشه، کلاب هماغسې وکړل، شیدې یې راوړې، عمر ته یې ورکړې او عمر یې پلار ته ورکړې، ول ابو کلاب شیدې وڅښه! هغه چې شیدې خولې ته نږدې کړې ویې ویل: په الله قسم کوم امير المؤمنینه! له دې شیدو نه ما ته د کلاب د لاسونو بوی راځي! عمر ورته وویل: هغه مو درته راغوښتی او دا دی څنګ ته دې ناست دی! امیه پخپل زوی کلاب ورټوپ کړل او ټینګ یې په غېږ کې ونیو. دلته نو عمر او مجلس کې ناست ټول خلک ورته په ژړا شول.

عمر بن الخطاب رضي الله عنه کلاب رضي الله عنه ته وویل: ته به ستا د مور و پلار تر مرګه له دوی سره اوسې، د دوی خدمت به کوې او چرته به نه ځې. او امر یې وکړ چې کلاب او مور و پلار ته یې د دوی میاشتنی لګښت له بیت المال نه ورکوئ. کلاب مخلص صحابي او غوره مسلمان و، د مور و پلار تر مرګه له هغو سره پاتي شو. وروسته بیا د عراق بصرې ښار ته ولاړ. هلته د “مربعة کلاب” په نوم ځای د ده په نوم یادیږي. رضي الله تعالی عنه.

مأخذونه:
أخبار مكة للفاكهي ۲۰۵/۳
الإصابة لابن حجر ۱۱۴/۱۱۷/۱
معجم البلدان لیاقوت الحموي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close