افغانستان

کرونا وایرس په کابل کې د یوبل ډاکټر ژوند هم واخیست

نن ټکی اسیا(یکشنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۹ل) د ورکړل شوو راپورنو له مخې د کابل په اندراګاني روغتون کې د ماشومانو د څانګې متخصص ډاکټر محمدیوسف اریوبي په کرونا وایرس د اخته کېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي همکار ډاکټر سیدالله رسنیو ته ویلي، ارواښاد ډاکټر محمدیوسف اریوبي دوه اونۍ وړاندې په خپله معاینه خونه کې له یو داسې کس سره ملاقات کړی ؤ، چې په کرونا وایرس اخته او تازه له ایران څخه راستون شوی ؤ.

نوموړی زیاتوي، له دې وروسته ډاکټر محمدیوسف اریوبي او د هغه د کورنۍ څلور نور غړي په کرونا وایرس اخته شول، چې په دغه ډله کې دوه ورځې وړاندې د هغه خور او تیره شپه ډاکټر اریوبي هم وفات شول.

د سیدالله په خبره، ډاکټر اریوبي په داسې مهال وفات شوی، چې په کرونا وایرس  د اخته لور حالت یې هم نازک ښودل کیږي؛ خو درملنه یې روانه ده.

دا په تیرو شپږو ورځو کې دویم ډاکټر دی، چې په افغانستان کې د کرونا وایرس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، شپږ ورځې وړاندې هم د کابل ښار د امیري روغتیايي کمپلکس د فامیلي څانګې متخصص ډاکټر حنیف الله حنیف له کرونا وایرس سره د مبارزې پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان د طب کورنۍ دغه دوه ځوان ډاکټران په داسې مهال له کرونا وایرس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه قرباني کیږي، چې د راپورونو له مخې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۶۰ تنه روغتیاپالان په کرونا وایرس اخته دي، چې په دغه ډله کې ډاکټران، نرسان او عام کارکوونکي هم شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x