
طالبانو د حکومت اړوند شل تنه بندیان خوشي کړل
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۹ل): نن د یکشنبې په ورځ طالبانو په کندهار ولایت کې د دولت اړوند شل تنه بندیان خوشي کړل.
دغه خبر د طالبانو ویاند ذبيح الله مجــاهد له لوري ورکول شوی او د خبر سره رسنیو ته په لیږل شویو انځورونو کې شل تنه بندیان ښکاري چې ټولو په یوه ډول نوي سپينې جامې، صدرۍ، بوټونه، خولۍ او پټوان پر اوږو دي او په یوه صف کې ولاړ دي.
په انځورونو کې ښکاري چې بندیانو ته د لارې د مصرف لپاره پيسې هم ورکول کیږي.
یوې سرچینې چې د بندیانو د خلاصون په دغه پروسه کې يې ونډه لرل، نن ټکی اسیا ته وویل چې هر بندي ته طالبانو ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړې.
ددې تر مخه په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي وه، د نن ورځې په اوږدو کې به شل تنه دولتي زندانیان د طالبانو له بند څخه خلاص شي.
سهیل شاهین په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي وه، چې دغه شل تنه به په کندهار ولایت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارل شي.
نن به د اسلامي امارت لخوا د کابل ادارې شل تنه بندیان له زندان څخه خوشې او د کندهار په ولایت کې د سره صلیب ادارې ته وسپارل شي.
امروز بیست تن از زندانیان اداره کابل از زندان رها و در ولایت قندهار به اداره صلیب سرخ سپرده خواهد شدند.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) April 12, 2020
که څه هم د طالبانو له لوري ددې زندانیانو د خلاصون د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو هغوی داسې مهال د دولتي زندانیانو د خلاصون ګام اخلي، چې نن ورځ د طالب زندانیانو تر نامه لاندې دریمه سل کسیزه ډله بندیان هم د حکومت له زندانونو راووتل.
په تېره میلادي میاشت کې حکومت د قطر، امریکا او سره صلیب د استازو په حضور کې له طالبانو سره توافق کړی وو، چې د زندانیانو د خلاصون پروسه به د مارچ په ۳۱ مه نېټه عملا پيلېږي او په لومړي قدم کې به د سل تنه طالب زندانیانو له خلاصون سره هم مهاله شل تنه دولتي زندانیان ازادېږي، خو په یاده شوې موافقه باندې عمل ونشو او طالبانو حکومت تورن کړ، چې د بندیانو د خلاصون پروسه ځنډوي.
د کابل ادارې هغه عسکر چې نن ورځ کندهار په ولایت کې له بند څخه خوشې شول pic.twitter.com/l0CIY9kIur
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) April 12, 2020
دا خو ماشاالله ټول طالبان دی الله د وکړی چی څه سبقونه یی هم ویلی وی. ماته ښکاری چی پنځوس فیصده دا خلک روحی مریضان دی او مهمه خبره خو داده چی دا ټول پښتنانه ول. پښتون د پښتون په مقابل کی دا یوه لویه بدبختی پښتون قام ته ده. کچیری دا لړی همداسی دوام وکړی پښتون قام به لر او بر د پردیو مزدوران وی او ټول عمر به خوار او زلیله وسی. د الله په خاطر لږ بیداره شی دنیا چیرته رسیدلی او زمونږ بیچاره خلک ګوری چی کوم حالت کی دی.