افغانستان

نړیوال بانک: کورونا به افغانستان له اقتصادي پلوه په بې ساري ډول وځپي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل) :په داسې حال کې، چې کورونا ویروس د نړۍ نږدې ټولو هیوادونو ته رسېدلی او ورځ تر بلې یې د خپرېدو لمن پراخېږي، نړیوال بانک اندېښنه ښيي، چې دا ناروغي به د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا یو شمېر هیوادونه له اقتصادي رکود سره مخ کړي.

له نړیوال بانک څخه په همدې تړاو خپاره شوي راپور کې راغلي، چې افغانستان، پاکستان، هند، مالديپ، بنګله دیش، نیپال، سریلانکا او بوتان د اسیا د هغه پرنفوسه سیمو له ډلې دي ، چې ښايې له داسې اقتصادي رکود سره مخ شي، چې ساری به یې په تېرو څلورو لسیزو کې نه وي لیدل شوی.

راپور کې وړاندې زیاته شوې، چې افغانستان د هغو اتو اسیايي هیوادونو په سر کې ځای لري، چې ښایي اقتصاد يې په کمساري ډول وځپل شي، اقتصادي وده یې تر صفر کښته شي او د کلیوالي سیمو زیاتره اوسېدونکي یې د غربت تر کرښې لاندې شي.

راپور کې د هرات د اوسني حالت په اړه اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي،  چې د افغانستان د هغو ولایتونو له ډلې دی، چې کورونا په بې ساري ډول پکې خپره شوې او له کورونا ځپلي ایران څخه زرګونه کډوال ورته راستانه شوي.

د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک د رییس مرستیال «هارتویګ شفر» بیا د یادو شویو هیوادونو په حکومتونو غږ کوي، څو د غریبو لاسنیوي ته پاملرنه وکړي.

بل لور ته د سرشمېرنې او معلوماتو د ادارې مرستیال «عبدالحسیب مواحد» بیا یک تلویزون ته ویلي، چې د افغانستان په اړه د نړیوال بانک انګېرنه ناسمه ده او روان کال به د هیواد اقتصادي وده مثبته وي.

نړیوال بانک داسې مهال د افغانستان د اقتصادي رکود خبر ورکوي، چې په هیواد کې د کورونا مثبتې پېښې ورځ تر بلې لوړېږي او د ناروغانو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

په ورته وخت کې د هیواد دننه د سیاسي مشرانو جنجالونو د نړیوالو مرستو د ګرځېدو شونتیاوې ډېرې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

لږ متوجه ووسی. عکس د پنحاب او مطلب د افغانستان په باره کی. مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x