افغانستان

افغانستان ته د هندوستان د خوراکي او طبي مرستو د انتقال بهیر پیل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): هندي چارواکي وايي، افغانستان ته یې په خوراکي او طبي مرستو بار د لسګونو کانتیرونو د انتقال بهیر پیل کړی دی.

په کابل کې د هندوستان سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: « د هند له خوا افغانستان ته ډالۍ شوو ۷۵ زره مټریک ټنه غنمو له جملې څخه ۵۰۲۲ ټنه مټریک غنم، نن ورځ د هندوستان له کنډلا بندر څخه د چابهار بندر ته په ۲۵۱ کانتینرونو کې ولیږدول شول، چې پاتې نور به هم په راتلونکو اونیو کې ولیږدول شي»

د هندوستان سفارت دغه راز ویلي، چې د غنمو ترڅنګ یې له کرونا وایرس سره د مبارزې په لړ کې افغانستان سره ۵۰۰ زره دانې د ملاریا«HydroxyChloroquine» هایدروکسای کلوریکوین ګولیو مرسته هم کړې ده.

د هندي چارواکو په خبره دغه بشردوستانه مرستې به د کرونا وبا په سختو حالاتو کې افغانانو ته د خوراکي توکو امنیت ترڅنګ له کرونا وایرس سره د مبارزې په برخه کې هم ګټورې تمامې شي.

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید کړې، چې د هندوستان لخوا په مرستو بار لسګونه کانتینرونه د ګنډلا بندر څخه د ایران د چابهار بندر په لوري خوځېدلي او له هغه ځایه به افغانستان ته انتقال شي.

دا مهال په هېواد د زیاترو خوراکي توکو په ځانګړې توګه د اوړو بیې د بل هر وخت په پرتله ختلي دي، چې ددغو مرستو او د تورخم او سپین بولدک له لارو د خوراکي توکو په رارسېدو سره ښايي په بازارونو کې د اوړو او نورو خوراکي توکو بیې یوڅه کنترول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

تعجبه ده هندو همسایه ملګ هندوستان کومکونه را استوی او مسلمان ملک پاکستان شپه او ورځ ځانمرګی رالیږی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x