افغانستان

برېښنا شرکت: که پور رانکړل شي، د برېښنا د پېر وس نلرو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د کورونا د خپرېدو له امله یې په عوایدو کې شپېته سلنه کموالی راغلی او که پور ورنکړل شي، له کړکېچ سره به مخ شي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د برېښنا شرکت یو شمېر چارواکو ویلي، د کورونا د خپرېدو په لړ کې ددې شرکت په عوایدو کې شپېته سلنه کموالی راغلی او که چېرته قرضه ورنکړل شي او یا ددې شرکت قرضه راټوله نکړل شي، له کړکېچ سره به مخ شي.

د برېښنا شرکت په خبره، که قرضه ورنکړل شي، دوی به نه یوازې له نورو هیوادونو څخه د برېښنا پېرلو وس پیدا نکړي؛ بلکې د هیوادونو شته پورونه به هم اداء نکړای شي.

د برېښنا شرکت د مسئولینو په وینا، سره له دې چې ددې شرکت عواید کم شوي تر څنګ یې د سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې یو شمېر دولتي ادارو د برېښنا د کارولو دوه مېلیاردو اته سوه مېلیونه افغانۍ نه دي ورکړي.

برېښنا شرکت داسې مهال د کړکېچ خبر ورکوي، چې نړیوال بانک وایي، کورونا به د جنوبي اسیا د یو شمېر هیوادونو تر څنګ افغانستان هم له اقتصادي جمود سره مخ کړي او د تېرو څلوېښتو کلونو په پرتله به له یوه بې ساري اقتصادي بحران سره مخ شي.

بل لور ته د کابل حکومت مشر اشرف غني وایي، حکومت یې له کورونا سره د مبارزې او د هیواد د چارو د مسئولیت توان لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x