دیني، سیرت او تاریخ

موږ د کفارو او مشرکینو مرسته نه غواړو!

ډېوه همت لور

که لږ ځېر سو داسي یو وخت ته رارسېدلي یو چي د نړۍ کفارو او انسي او جني شیطانانو لاسونه یو بل ته سره ورکړي دي، تر څو د ښځو د بې ځایه آزادۍ او حقونو په اړه د درواغجنو شعارونو په ورکولو، د نړۍ وال کېدلو، د فکري او رواني جګړې د پرمخبېولو ، د مسلمان ولس تر منځ د بې اتفاقيو او تفرقې اچولو ، د ځوانانو د بې لاري کولو او د داسي نورو بېلا بېلو لارو مسلمانان خوار او بېوزلي کړي او کرار کرار یې له منځه یوسي. دښمنانو د اسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره ملاوي تړلي دي، خو زموږ له پېړيو پېړيو په خوب ویده ملت هم د کفارو او شیطانانو د خبرو او تبلیغاتو تر اغېزې لاندي راغلی دی او امتيازاتو او مادیاتو یې د حق دليلو سترګي ور پټي کړيدي. کفار او اشغالګر توانیدلي دي د عدالت او برابرۍ ، آزادۍ، د بشر د حقونو، دموکراسۍ، د فقر سره د مبازرې او داسي نورو درواغجنو شعارونو په ورکولو سره مسلمان ولس، په ځانګړې توګه نوی نسل د اسلام او اسلامي ارزښتونو سره پردی کړي .

مسلمانان داسي یو حالت ته را رسېدلي دي چي په هغو کي ځينو د شیطان او رحمان تر منځ توپیر هیر کړی دی. دوی د رحمان د پیروۍ پر ځای د شیطان پیروي خپله کړې ده. د کفارو په ملګرتیا او د هغو په همکاري او مرسته یو ډول نازیږي او په ویاړي.

درنو لوستونکو! دا یوه منلې او جوته سوې خبره ده چې کفر د انسانيت په درست تاریخ کي هیڅکله د مسلمان ملګری سوی نه دی او نه به په راتلونکي کي و سي .تر څو پوري چي کفار د مسلمانانو سره خپلي ګټي او امتیازونه شریک ونه ویني، دوی حتا په ظاهري توګه هم د مسلمانانو سره د ملګرتیا تمثیل نه کوي.

په قرآن کريم کي لوی څښتن تعالی په څرګنده توګه موږ د کفارو او مشرکینو د ملګرتیا څخه منع کړي یو .په داسي حال کي چي موږ وینو چي نن ورځ زموږ ځیني مسلمانان ، کفار خو هلته پرېږده د استعمارګرو او اشغالګرو سره ملګرتیا ښيي او د څو پېسو په بدل کي د هغو لپاره خپل مسلمان وړونه کړوي او ځپي او بیا وايي ولي مغلوب یو؟ ولي مو د هیواد وضیعت خراب دی؟ ولي مو لوی څښتن له بېلا بېلو عذابونو څخه نه ژغوري؟

دې کسانو ته باید وویل سي چي په داسي یو حالت کي موږ څنګه د لوی څښتن تعالی مرستي ته منتظر اوسو په داسي حال کي چي لوی څښن تعالی فرمايلي دي:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَّخِذُواْ ٱلۡيَهُودَ وَٱلنَّصَٰرَىٰٓ أَوۡلِيَآءَۘ بَعۡضُهُمۡ أَوۡلِيَآءُ بَعۡضٖۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمۡ فَإِنَّهُۥ مِنۡهُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ ٥١﴾ [المائدة: 51].
ژباړه: اى مومنانو! يهود او عېسويان په دوستي او مرستندويانو مه غوره کوئ (او د خپلو کالخوايانو او سرپرستانو په توګه يې مه منئ). ځکه چي دوى خپله يو د بل ملګري او مرستندويان دي.(ځيني يهود د ځينو نورو دوستان دي او ځيني عيسويان د ځينو نورو دوستان دي. که څه هم دوى په خپلو منځو کي ځيني اختلافونه سره لري، خو له اسلام او مسلمانانو څخه په بد وړنه او دښمني کي يو موټۍ او يو لاس دي او څه مصيبت چي پر تاسي راځي در باندي راولي يې. نو تاسي ته اړينه ده او ښايي چي په خپلو منځو کي يو د بل ملاتړي سئ) او هر څوک چي له تاسي څخه د دوى سره دوستي وکړي (او په کالخوايي يې ومني)، نو هغه له دوى څخه دى(او حکم يې د دوى حکم دى). يقين دى چي الله ظالمانو ته (چي د کافرانو سره دوستي کوي د ايمان پر لور) لارښوونه نه کوي.

له بي بي عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چي فرمایلي یې دي: د مشرکینو څخه یو سړی چي په پهلوانۍ نامتو وو ، د بدر په جګړه کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راسي او ورته ووايي: زه غواړم ستا سره د مشرکینو په وړاندي وجنګېږم. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايي: پر الله او د هغه پر رسول ایمان لرې؟ هغه ووايي: نه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايي: ولاړ سه، زه د مشرک څخه مرسته نه غواړم. بي بي عایشه رضي الله عنها وايي: لږ موده وروسته موږ هغه سړی بیا تر یوې وني لاندي وموند. هغه بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د مرستي کولو په اړه ووايي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا هغه ته وفرمايي: پر الله او د هغه پر رسول ایمان لرې؟ هغه ووايي: نه. رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا ورته وفرمايي: ځه ولار سه، زه د مشرک څخه مرسته نه غواړم.

هغه سړی بیا په بیداء نومي سیمه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مخامخ سي او رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا هغه ته وفرمايي: پر الله او د هغه پر رسول ایمان لرې؟ دا ځل هغه سړی ووايي: هو! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايي: نو زموږ سره سه.: وګورئ مسلم ،3388 شمېره حديث.

پورتنی حدیث زموږ د ټولو لپاره یو درس دی . ځکه د بدر په جګړه کي د مسلمانانو شمېر ډېر لږ وو او رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي یو حالت کي یاد سوي سړی ته ډېره اړتیا درلوده ، خو څنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د مشرک او کفارو په چل بازي پوه وو او په دې پوهیدی چي کافر هیڅکله د مسلمان په ګټه کار نه کوي، تر پایه پوري یې له هغه څخه مرسته ونه غوښتل. ډېر د شرم ځای دی چي نن موږ په سترګو وینو چي اشغالګر په سپینو سترګو پر مسلمانانو کشتار شروع کړی دی، خو بیا هم زموږ ځیني مسلمانان د څو ډالرو لپاره د هغو سره په دې لويه ګناه او جنايت کي ملګرتیا کوي او وايي چي دوی خو زموږ سره د مرستي کولو په موخه راغلي دي؟!

جالبه داده چي اوسمهال زیاترو ځوانانو ته سره د دې چي اسلامي علوم زده کوي، بیا هم د اسلام په اړه شکونه پیدا کیږي او په اړه یې بدګماني کوي . ځوانان فکر کوي چي اسلام د آزادۍ او وړاندي تلو مخنيوی کوي.که چیري د کفارو سره جوړ راسو، نو دا به مو د ژوند د وړاندي تلو لپاره لاره هواره کړې وي؟! په داسي حال کي چي دا ډول منفي فکرونه د اسلام او د هغه د تاریخ څخه د بې خبرۍ او د اسلام په اړه د ناپوهۍ له امله رامنځته کیږي. د داسي ځوانانو سره باید دعوتي، اسلامي کار وسي او هغوی په دې پوه کړل سي چي د یوې ټولني وړاندي تلل د مشرکینو او کفارو سره په جوړ راتلو او مرسته غوښتلو سره نه کیږي، بلکي د خپلو مسلمانو ورونو سره په یو والي رامنځته کیږي.

هو درنو لوستونکو!
اسلام چي موږ ته په څه سره امر کړی دی او له څه یې منع کړي یو ، د هغه حکمت هم څرګند دی. ځکه د کفارو او مشرکینو سره په مرسته کولو یا غوښتلو سره زیاتره وختونه کار د هغو په ګټه تمامیږي.دا څرګنده خبره ده چي اشغالګرو هیچ کله ، حتا د اسلام له تاریخ څخه تر اوسه پوري مسجدونه نه دي جوړ کړي . خو په مسلمانانو یې د فسادونو مرکزونه جوړ کړي دي.

مسلمانانو هیڅکله په کفارو قرآن کریم او نور اسلامي کتابونه نه دي ژباړلي. خو کفارو په مسلمانانو خپل مذهبي کتابونه او فاسد کتابونه ژباړلي دي.

کفارو هیڅکله د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت نه دي پلي کړي ، خو زموږ ځینو مسلمانانو د کفارو څخه د مادیاتو اخیستلو او مرسته غوښتلو په بدل کي د هغو دودونه حتا د هغو مذهبي محفلونه تر سره کړي دي.

کفار هیڅکله زموږ مسجدونو او مدرسو ته د درس ویلو لپاره نه دي راغلي ، خو زموږ مسلمانان د هغو کلیساوو ته ، تر دې چي نایت کلپونو او داسي نورو فاسدو مزکرونو ته تللي دي.

کفارو هیڅکله زموږ اسلامي فرهنګ خپلي ټولني ته نه دی وړی، خو زموږ ځینو ناپوه مسلمانانو د هغو فاسد فرهنګ خپلي اسلامي خاوري ته راوړی او پلي کړی دی.

هو درنو لوستونکو!
کله چي مېوه ثمر ته ورسیږي او چنجی وکړي، نو کرار کرار پسي ورستیږي او وروسته د غورځولو وړ کیږي. همداراز اشغالګر هم د یوې ټولني پر ځوانانو چي تازه د ودي مرحلې ته نږدې سوي وي د چنجی په شان د هغو پر دماغونو پریوځي او پر فکرونو او عقیدو یې اغېز اچوي. د نوموړو ځوانانو د عقیدو د خرابولو لپاره د داسي بېلا بېلو تاکتیکونو څخه ګټې اخلي چي د وخت په تېرېدو سره د ځوانانو فکرونه، عقیدې، شجاعت، شهامت، غیرت ټول له منځه ځي. او بیا یې د تش جسد په شان خوشي کوي چي نه د خپلي ټولني په درد خوري او نه هم هغو ته کومه ګټه رسولای سي . چي دا ډول بېلګې اوسمهال ډېري تر سترګو کیږي.

هو درنو وړونو اوخوندو!
د مسلمانانو د مغلوبېدو له لاملونو څخه یو هم د اشغالګرو څخه مرسته غوښتل او ورسره جوړ راتلل دي او پر خپل مسلمان ورور برتري ورکول دي.د لږو مادیاتو په بدل کي خپل مسلمان وروڼه خرڅول، د ښځو بې عفته کول، د خپل دین د شعايرو سپکول، د هغو د شومو موخو د تایید لپاره پر خپل دین باندي نیوکي او شکونه کول، د مادیاتو او امتیازاتو په بدل کي د خپلو اسلامي دودونو تخریبول او ملنډي په وهل، او د هغو فاسد نظرونه عملي کول او په داسي جوش او لېوالتیا سره عملي کول چي د مسلمان ولس د ځوانانو په نظر ښه څرګند سي او هغوی فکر وکړي چي که دي که نه دي همدا د کفارو او مشرکینو نظرونه پر حق دي. دا ټول اوسمهال د مسلمانانو د مغلوبېدو له لاملونو څخه یو ستر لامل باله سي.
کله چي عبدالله بن زبیر رضي الله عنه د حجاج له خوا محاصره سي او حجاج د مکې مکرمې پر وګړو باندي ډوډي او اوبه بندي کړي او نوموړې محاصره پنځه میاشتي دوام ومومي. نو د عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ځیني ملګري د بې وزلۍ له امله سره ووایي چي نور وړاندي نسو تللای، د حجاج سره به سوله وکړو. عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ورته ووايي: په خدای دي مي قسم وي، که چیری هغه تاسي د کعبې په خونه کي هم ومومي، بیا مو هم ژوندي نه پرېږدي. زه هیڅکله د هغو سره سوله نه کوم.

په تاریخونو کي راغلي دي چي د مکې مکرمې پر اوسېدونکو شرایط دېر سخت سوه چي نور د زغملو نه وه، نو له دې امله د مکې ډلي ډلي خلک د حجاج څخه د امن غوښتنه وکړي تر دې چي لس زره کسان د مکې له ښاره ووځي او په امن کي سي. د عبدالله بن زبیر رضي الله عنه دوه زامن حمزه او خبیب هم د امن د غوښتو په موخه د مکې له ښار څخه ووځي.
کله چي د عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ملګري ځیني بېل سي او نوموړی یوازي پاته سي نو د خپلو ملګرو څخه د شکایت کولو په موخه خپلي مور اسما رضي الله عنها ته ورسي او پوښتنه ځني وکړي:ستا نظر څه دی؟ مور یې ورته ووايي: زویه! ته خپله په خپل حالت ښه پوهېږې. که پوهېږې چي پر حق یې، نو ورته ټینګ سه . او که پوهېږې چي د دنیا لپاره دي قیام کړی دی، نو ته په ډېر بد حالت کي یې. د دې په اورېدو سره عبدالله بن زبیر رضي الله عنه د خپلي مور تندی ور مچ کړي او ورته ووایي: هو موري! زما نظر هم دا وو . په خدای دي مي قسم وي هیڅکله مي دنیا ته لېوالتیا نه ده ښودلې او هیڅکله به په نړۍ کي د ژوند کولو سره مینه و نه لرم او زما دا پاڅون یوازي د لوی څښتن د رضا لپاره وو. بیا ووايي: مور جاني! په دې پوه سه چي نن ښایي زه مړ سم، نو ته ځان ته متوجې اوسه. په ما پسې ډېره مه خفه کېږه او نور کارونه پر الله تعالی وسپاره.تر هغه وروسته عبدالله بن زبیر رضي الله عنه له کوره ووځي او د حجاح سره په جنګېدو پیل وکړئ ،تر دې چي شهید سي.

څه فکر کوئ! که نن د عبدالله بن زبیر رضي الله عنه پر ځای د اوس مهال مسلمانان وای، کومه لار به یې غوره کړې وای؟! نو بیرته دې خبري ته راځو چي ستونزه په اسلام کي نه ده، بلکي په موږ کي ده.دا چي ولي مغلوب یو، د دې پوښتني جواب خپله زموږ کړني دي.

نور بیا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

جزاکم الله خیر احسن الجزایر څومره خوږ درس وو .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x